د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبايلي ځوانان وايي د وزيراعظم 'کامياب جوان پروګرام' شرايط ورته سخت دي


د قبايلي ځوانانو عکس (ارشېف)
د قبايلي ځوانانو عکس (ارشېف)

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د کامياب جوان په نوم ځوانانو ته د کاروبارونو کولو لپاره د قرضو ورکولو يو پروګرام اعلان کړی دی. خو د خېبر پښتونخوا د ضم شوو قبايلي ضلعو ځوانان وايي دوی به د انصاف سکيم په څېر له دې هم ګټه وانخلي ځکه چې د قرضو شرايط قبايلي ځوانان نشي پوره کولی.

دوی وايي د قرضو لپاره په ضمانت کې بايد خپل کور کېښودل شي يا ورته د ۱۸ ګرېډ حکومتي چارواکي ضمانت پکار وي او زياتره قبايليان دا دواړه نه لري.

پر دې مو د مشال راډيو ځوانانو غږ ژوندۍ خپرونه کې د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف د پېښور سيمې له مرستيال مشر عدنان شينواري او د قبايلي ځوانانو غورځنګ مشر احسان الله احسان سره خبرې کړي دي. کوربه اسرار عالم مومند.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:44:37 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG