د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: په ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۷۵۳ پېښې ثبت شوي


کراچۍ یو روغتیايي کارکوونکی د کووېډ-۱۹ معاینې لپاره د ماشومې له پوزې مایع اخلي
کراچۍ یو روغتیايي کارکوونکی د کووېډ-۱۹ معاینې لپاره د ماشومې له پوزې مایع اخلي

په پاکستان کې په ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۷۵۳ پېښو له ثبتېدو سره د رسمي مثبتو پېښو شمېر تر ۲۸۶،۶۷۳ رسېدلی دی.

د کووېډ-۱۹ په اړه حکومتي ووبپاڼې له وینا سره سم، د اګست تر ۱۳مې په هغه هېواد کې له ناروغۍ د مړیو شمېر ۶،۱۳۹ او د رغېدلو شمېر ۲۶۴،۰۶۰ دی.

د پاکستان حکومت د مارچ په نیمايي کې حکومت د کورونا وایرس مخنیوي لپاره ټولبند اعلان کړ.

وروسته حکومت په مې کې ځینې کاروبارونه بیا پرانیستل خو رستورانونه، هوټلونه او سیلانۍ سیمې یې تړلې پرېښودې.

بیا حکومت د اګست له اتمې څخه رستورانونو، هوټلونو، پارکونو او سینماګانو د پرانیستلو پرېکړه کړې وه.

خو تعلیمي ادارې به د سېپټېمبر له ۱۵مې بیا خلاصېږي.

د پاکستان هوايي چلند ادارې د اګست پر نهمه نړيوال پروازونه هم بحال کړل.

حکومت دا اقدامات تر هغې وروسته کړي چې په جولای کې د کورونا وایرس ورځنیو پېښو شمېر په کمېدو وو.

په نړۍ کې د کووېډ-۱۹ تازه شمېرې

په نړۍ کې د کورونا وایرس ناروغۍ (کووېډ-۱۹) له وجې د مړیو شمېر ۷۴۹،۵۷۶ ته رسېدلی دی.

د کووېډ-۱۹ ارقامو په اړه د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون د ځانګړې ووبپاڼې په وینا، د اګست تر ۱۳مې په نړۍ کې د رسمي مثبتو پېښو شمېر ۲۰.۶ میلیونه ته لوړ شوی دی خو شاوخوا ۱۳ میلیونه کسان له ناروغۍ جوړ شوي هم دي.

کورونا وایرس په نړۍ کې تر ټولو زیاته امریکا، ورپسې برازیل او بیا هند ځپلي دي.

د کورونا وایرس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان کې اعلان شوې چې د څو میاشتو په موده کې ناروغي د نړۍ تر شاوخوا هرې سیمې ورسېده.

په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG