د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مير شکيل الرحمان خلاف دوسيه کمزورې ده: فواد چودري


د جنګ او جيو ډلې مشر مير شکيل الرحمان تورې عينکې په سترګو د بريا نښه جوړه کړې (ارشيف)
د جنګ او جيو ډلې مشر مير شکيل الرحمان تورې عينکې په سترګو د بريا نښه جوړه کړې (ارشيف)

د اګست پر اوومه د پاکستان له يو شخصي ټېلېويژن (هم نيوز) سره په خبرو کې د ساينس او ټېکنالوجۍ وفاقي وزير فواد چودري وويل، که د مير شکيل الرحمان خلاف يوازې د ۱۵ کروړه روپو د ځمکې کيس دی نو دا ډېر کمزوری کېس دی او بايد له هغه د ۱۵ کروړه روپو سېکوريټي واخېستل شي او په ضمانت دې پرېښودل شي.

مېر شکيل الرحمان چې د احتساب قامي ادارې نیب د مارچ پر ۱۲مه نيولی، پر نوموړي تور دی چې ۳۴ کاله وړاندې يې د ځمکې اخېستو په یوه معامله کې حکومت ته ټېکس نه و ورکړی خو د هغه وکيل او کاري ډله وايي چې ټول اسناد او شواهد يې احتساب ادارې ته سپارلي چې په هغه کې د ټېکس ورکولو ثبوتونه هم شته.

د پاکستان د خبريالانو مرکزي اتحاديې يا پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټ يو مشر شميم شاهد د اګست پر اتمه مشال راډیو ته وويل چې د فواد چودري يادې خبرې سمې دي خو د ده په خبره د مير شکيل الرحمان د نيولو هدف د جنګ ګروپ په ګډون نورې رسنۍ غلې کول دي.

نوموړی دا هم وايي چې جنګ ګروپ له ډېره وخته راهيسې د هند او پاکستان ترمنځ د اړيکو ښه کولو کوښښ کوو چې غېر جمهوري قوتونو ته ښه نه ښکارېدو نو ځکه يې د دې مشر مير شکيل الرحمان ونيولو:

"دا وخت په پاکستان کې رسنۍ تر سخت سنسرشېپ لاندې دي او د نصرت جاويد، امتياز عالم، طلعت حسېن او روف کلاسره په ګډون ګڼ شمېر هغه خبريالان له روزګارونو لرې کړل شوي چې د رياست په پاليسيو به يې نيوکې کولې. بله دا هم ده چې جنګ ګروپ له ډېره وخته راهيسې د هند او پاکستان ترمنځ د اړيکو ښه کولو په هدف "امن کې اشا" په نوم يو کمپاين پېل کړی و".

شميم شاهد وايي، دا وخت په قبايلي سيمو کې بد امني بيا را پورته کېږي، په ملک کې ګراني ده، حکومتي غړي په درغليو تورن دي خو کوم خبريال پرې خبرې نه شي کولای.

د ساينس او ټېکنالوجۍ وفاقي وزير فواد چودري هم ویلي دي چې جنګ، ډان يا داسې نورې پاکستاني رسنۍ له ۷۰ کالو راهيسې کار کوي او يو هېواد ادارو ته اړتيا لري.

نوموړي دا ونه ویل چې چا په پاکستان کې په رسنيو سنسر شېپ لګولی خو زياته یې کړه چې کله هغه د اطلاعاتو وزير وو نو څوک يې نه وو پريښودي چې په رسنيو سنسر شېپ ولګوي.

بلخوا د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ غړي صداقت علي خان د اګست په اتمه مشال راډيو ته وويل چې په پاکستان کې رسنۍ په بشپړه توګه ازادې دي.

نوموړی وايي، دا د فواد چودري شخصي نظر دی چې وايي د مير شکيل الرحمان خلاف کيس کمزوری دی. د نوموړي په خبره کېدای شي داسې نه وي او که وي هم نو د دې فېصله به نېب کوي:

"د مير شکيل الرحمان کيس له نیب سره دی او نیب يوه خپلواکه اداره ده او د کوم وزير لاندې کار نه کوي او دويمه د فواد صېب دا خبره چې کيس کمزوری دی نو هغه يو وکيل دی او وکیل د يو کيس په اړه خپل نظر ورکولای شي. خو د دې مطلب دا نشو چې يو تن به پريښودل شي. د نېب خپله يوه کاروايي ده او د هغو پر اساس به خپله فېصله کوي.په ميرشکيل الرحمان باندې له خپل امدنه د زياتو اساسو درلودو کيس دی. يوازې د يو وکيل په خبرو خو هغه نشي پريښودل کېدای."

مشال راډیو هڅه وکړه چې له نیب چارواکو سره هم پر دې خبرې وکړي خو هغوی ټیلیفون اوچت نه کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر شپږمه نيويارک مېشته د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې (هيومن رايټس واچ) هم د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتي و چې د احستاب قامي اداره نیب دې د حکومت د مخالفینو او تنقید کوونکو له نیولو راوګرځوي او په ناقانوني ګرفتاریو او ځورونو تورن د نیب چارواکو خلاف دې هم پلټنې او کاروايي وکړي.

د سوهېلي او منځنۍ اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت څانګې هم د مارچ پر ۱۳مه خپل يو بيان کې ويلي و چې د پاکستان د احتساب قامي ادارې لخوا د مير شکيل الرحمان نيول د اندېښنې وړ عمل دی.

بيان زياتوي چې د رسنيو ازادي، شفاف عمل او د قانون حاکميت د هر جمهوريت بنيادي ستنې دي.

بلخوا د پاکستان د بشري حقونو کميسيون د مارچ پر ۱۴مه په خپل بيان کې ويلي وو چې د مير شکيل الرحمان د ګرفتارۍ عمل ته خبريالان او د بشري حقونو فعالان په داسې سترګه ګوري چې په پاکستان کې پر ازادو رسنيو او سياسي اختلاف قدغنونه لګول کېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG