د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د میر شکیل الرحمان پر نیولو اندېښنه ښودلې ده


د میر شکیل الرحمان د ۱۹۹۹ عکس

پراګ - د سوهېلي او منځنۍ اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت څانګې د مارچ پر ۱۳مه پر خپل رسمي ټويټر په خپاره کړي بيان کې ويلي چې د پاکستان د احتساب قامي ادارې لخوا د مير شکيل الرحمان نيول د اندېښنې وړ عمل دی.

ياد وزارت په خپل بيان کې زياته کړې چې د رسنيو ازادي، شفاف عمل او د قانون حاکميت د هر جمهوريت بنيادي ستنې دي.

بلخوا د پاکستان د بشري حقونو کميسيون د مارچ پر ۱۴مه په خپل بيان کې ويلي چې د مير شکيل الرحمان د ګرفتارۍ عمل ته خبريالان او د بشري حقونو فعالان په داسې سترګه ګوري چې په پاکستان کې پر ازادو رسنيو او سياسي اختلاف قدغنونه لګول کېږي.

د پاکستان د احتساب قامي ادارې (نېب) میر شکیل الرحمان د مارچ پر ۱۲مه د اداري فساد په تور ونيوی.

پر نوموړي تور پوری کړل شوی چې ۳۴ کاله وړاندې يې د ځمکې پېرېدلو په یوه معامله کې حکومت ته ټېکس نه و ورکړی خو د هغه وکيل او کاري ډله وايي چې ټول اسناد او شواهد يې احتساب ادارې ته سپارلي چې په هغه کې د ټېکس ورکولو ثبوتونه هم شته.

په پاکستان کې يو شمېر خبريالان او د بشري حقونو فعالان د مير شکيل الرحمان د نيولو تر شاه څه نور عوامل يادوي.

په پېښور کې مشر خبريال شميم شاهد وايي چې د مير شکيل الرحمان تر مشرۍ لاندې رسنيو ته د ازاد صحافت کولو سزا ورکړل شوې.

ده وویل ، "په پاکستان کې چې له کومه راهيسې د عمران خان په مشرۍ حکوت راغلی دی نو پر رسنيو ډېر زيات فشار دی او ازادي يې تر ډېره حده ختمه شوې ده. د رسنيو ډېرې لويې ادارې او دفترونه تړل شوي او زرګونه خبريالان بېروزګاره شوي دي. په داسې حالاتو کې جنګ او جيو اداره پاتې وه او حکومت غوښتل چې د چارواکو يا ادارو د خوښې خبرونه خپاره کړي خو هغوی دې ته غاړه نه کېښوده."

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم يو شمېر کسان د احتساب قامي ادارې لخوا نيول شوي چې زياتره يې سياستوال دي. پر هغوی هم د اداري فساد او درغلۍ يو شمېر تورونه پورې شوي خو هغوی د دې هر څه تر شا سياسي انتقام په ګوته کوي.

په پېښور کې د بې پولې خبريالانو ځايي مشر اقبال خټک وايي چې د احتساب قامي ادارې خپل باور له لاسه ورکړی دی.

اقبال خټک وویل ، "په پاکستان کې سترې عدليې هم مخکې د احتساب ادارې په اړه بيانونه ورکړي دي چې دا اداره د انتقام لپاره کارول کېږي، نه چې د احتساب لپاره. موږ د احتساب مخالف نه يو، بايد د هر چا احتساب وشي خو که د احتساب په نوم انتقام اخيستل کېږي نو موږ يې غندنه کوو او هيڅکله به يې ملاتړ ونکړو."

په پاکستان کې د احتساب ادارې ويلي چې دوی بې له څه ډول توپيره د هر چا پر ضد کار روايي کوي چې درغلي يې کړې وي.

د پاکستان حکومت هم په وار وار ويلي چې دوی د احتساب په قامي اداره يا احتساب عدالتونو کې هېڅ ډول لاسوهنه نه کوي او هغوی يې د قانون په چوکاټ کې دننه خپل کار ته پرېښي دي خو اقبال خټک زياتوي چې تر څو رسنۍ بشپړ ازادي ونه لري نو دا ډول ستونزې به پېښېږي.

نوموړي‌ وویل ، "د پاکستان ټول تنظيمونه، سياسي ګوندونه او عام خلک بايد په دې ځان پوه کړي چې په ازادو رسنيو کې د ولس ګټه ده. تر څو چې دا ټول خلک او ګوندونه را يوځای نه شي او د رسنيو مرسته ونکړي نو هغه خلک نور هم قوي کېږي چې نه غواړي په پاکستان کې دې ازادې رسنۍ وجود ولري."

د پاکستان د احتساب قامي ادارې مير شکيل الرحمان تر نيولو وروسته د مارچ پر ۱۳مه په لاهور کې احتساب عدالت ته وړاندې کړ او ياد عدالت د ۱۲ ورځو لپاره د نوموړي د جسماني ريمانډ منظوري ورکړه او د مارچ تر ۲۵مې يې بېرته احتساب ادارې ته وسپاره.

XS
SM
MD
LG