د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر او پاکستانی وزيراعظم پر افغان سوله غږېدلي


افغان ولسمشر اشرف غني (کيڼ) په اسلام اباد کې له پاکستاني وزيراعظم عمران خان (ښی) سره د ليدنې پر مهال (۲۰۱۹م کال)
افغان ولسمشر اشرف غني (کيڼ) په اسلام اباد کې له پاکستاني وزيراعظم عمران خان (ښی) سره د ليدنې پر مهال (۲۰۱۹م کال)

د پاکستان وزیراعظم عمران خان له افغان ولسمشر اشرف غني سره په ټېليفوني خبرو کې هیله ښودلې چې د افغانستان د سولې او ثبات په بهیر کې له روان پرمختګ سره به د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې تړون لړ کې نور باور پیدا شي او ورسره به بین الافغاني خبرو پیلېدو ته هم ژر تر ژر لاره هواره شي.

د پاکستان سرکاري راډیو نن (د اګست پر څلورمه) پر خپله وېبپاڼه لیکلي چې افغان ولسمشر پرون (د اګست پر درېیمه) وزیراعظم عمران خان ته د اختر مبارکۍ لپاره ټېليفون کړی و. پر دې مهال عمران خان د افغان سولې په لړ کې د "پاکستان مقبت رول" په ډاګه کړل او په ټينګه يې وويل چې په افغانستان کې سوله "زښته زيات ارزښت" لري.

نوموړي همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د لا پياوړي کولو لپاره د ګډ کار پر کولو ټينګار وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG