په جرمني کې د افغانستان کلتوري اتشه وايي چې د اکاډمېسین سلیمان لایق جنازه به د همدې اوونۍ تر پایه افغانستان ته ولېږدول شي.
علم ګل سحر د اګست په دويمه ازادي راډیو ته وویل چې په جرمني کې به تر يو لړ مراسمو وروسته د هغه مړی کابل ته لېږي: "د لایق صیب جنازه به د دې اونۍ په پای کې افغانستان ته ولېږدول شي. البته دلته به هم استاد ته د درناوي او وروستۍ خدای پامانۍ په دود مراسم نیول کېږي. دی به په کابل کې خاورو ته وسپارل شي."
نوی روح مې د پښتو شعر ته ورکړ -- په ګلونو کې مې ونغښتل اورونهلايق
غلام مجدد سلیمان لایق چې د افغانستان يو سياستوال، لیکوال او شاعر دی او په پښتو او دري ژبو چاپ شوي اثار لري.
هغه د افغانستان او نړۍ په کچه څو ادبي جایزې هم ګټلې دي د اختر په لومړۍ ورځ د جرمني هېواد په یو روغتون کې د ژوند پور پرې کړ. لايق په ۱۹۷۸ کال کې د افغانستان ملي راديو تلويزون مشر او په وروسته د قبايلو چارو وزیر شو. نوموړی د افغانستان د علومو اکيډمۍ مشر هم پاتې شوی دی.
لایق د ۲۰۱۹ کال په سپټمبر میاشت کې په کابل کې په یوه ځانمرګي حمله کې ټپي شوی وو چې بیا د درملنې لپاره جرمني ته ولېږل شو. په جرمني کې د افغانستان کلتوري اتشه علم ګل سحر وايي چې ښاغلي لایق د همغو ټپونو د شدت له امله په ۹۰ کلنۍ کې ساه ورکړه.
د لايق سياسي ژوند جنجالي دی خو نوموړی تر ډېره د خپلو شعرونو لپاره پېژندل کېږي. هغه وايي:
اى د رڼـــايـې ربــــه
مـــوږ ړڼا ته وباســـه
پاى كړه دا تياره څپه
موږ ســبا ته وباســه
زموږ ويده راپاڅوه
پاى يې كړه للو للو
ورځ ته يې را لنډه كړه
لاره د كـــــلو كلــــــو
كاشكې دا گونگى وطن
ستورى د سندرو شي
كاڼي يې لالونه شـــي
خاوره يې د زرو شي
كاش چې د شبنم څــاڅكي
يو شي دريابونه شــــي
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ازادي راډیو ته ویلي چې د ښاغلي لایق د جنازې او تدفین د مراسمو لپاره یو ځانګړی کمېسیون هم جوړېږي.
د سليمان لايق يو شعر د جاويد امر خېل په غږ کې