د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا وایرس ۱،۱۱۴ تازه پېښې ثبت شوې دي


اسلام اباد: یو روغتیايي کارکوونکی د کورونا وایرس معاینې لپاره د ماشوم وینه اخلي
اسلام اباد: یو روغتیايي کارکوونکی د کورونا وایرس معاینې لپاره د ماشوم وینه اخلي

په پاکستان کې په ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس د ۱،۱۱۴ مثبتو پېښو له ثبتېدو سره ټول شمېر ۲۷۷،۴۰۷ ته رسېدلی دی.

د کووېډ-۱۹ ناروغۍ په اړه د حکومتي ووبپاڼې له وینا سره سم، د جولای تر ۳۰مې ناروغۍ ۵،۹۲۴ کسان وژلي خو تر ۲۴۶،۰۰۰ بېرته ورڅخه رغېدلي هم دي.

حکومت وايي، د جون پرتله، په جولای کې په پاکستان کې د کورونا وایرس پېښې په کمېدو دي.

خو په عین وخت کې چارواکي او روغتیاپالان خبرداری ورکوي چې که په اختر کې خلکو احتیاطي لارښوونې عملي نه کړې نو د کووېډ-۱۹ ناروغانو شمېر بیا لوړېدای شي.

په نړۍ کې د کووېډ-۱۹ تازه شمېرې

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چين په ووهان ښار کې خلک وړجن کړل چې د روغتيا نړيوال سازمان په وينا، د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان په مارچ کې جهاني وبايي حالت اعلان کړ.

د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون په وینا، د جولای تر ۳۰مې، په نړۍ کې د کورونا وایرس د مثبتو رسمي پېښو شمېر تر ۱۷ میلیونه واوښت.

له کووېډ-۱۹ ناروغۍ څخه په نړۍ کې تر اوسه، ۶۶۷،۰۸۴ کسان مړه شوي خو شاوخوا ۱۰ میلیونه ورڅخه رغېدلي هم دي.

XS
SM
MD
LG