د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا په لیبیا کې د روسیې پر شتون نيوکه کړې


د امریکا پوځ پر روس لیبیا ته د نورو وسلو او جنګیالو د لیږلو تور پورې کړی (ارشیف)
د امریکا پوځ پر روس لیبیا ته د نورو وسلو او جنګیالو د لیږلو تور پورې کړی (ارشیف)

د امریکا پوځ پر روسيې لیبیا ته د نورو وسلو او جنګیالو د لیږلو تور پورې کړی دی او دا یې په لیبیا کې د روسيې د موجودګۍ یو ګام بللی دی.

د افریقایي هیوادونو لپاره د امریکا پوځي څانګې (افرېکام) دا څرګندونې د جولای پر ۲۴مه هغه مهال مخې ته راغلي چې د لیبیا ساحلي ښار سرت کې د مخالفه ډلو له یو بل سره د یو ممکنه خونړۍ نښتې امکان زیات شوی.

د امریکا دفاع وزارت داسې عکسونه خپاره کړي دي چې پکې دا ښودل شوي چې روس هلته خپلې یوې پوځي کمپنۍ ته د وسلو ورکول جاري ساتلي.

د افرېکام استخباراتو مرستیال مشر جنرال ګرېګوري هېډفیلډ په یو بیان کې ویلي هلته بشري مرستې نه شته خو چې کومې وسلې لیدل شوي دي دا په دغه سیمه کې په مستقله توګه د جګړې پر مخ وړلو صلاحیت لري.

تر دې وړاندې هم امریکایي پوځ پر مسکو تور پورې کړی وو چې لیبیا ته یې جنګي الوتکي لېږلي دي او پر روانه میاشت کې يې دا هم ویلي وو چې د (وېګنر) په نوم روسۍ ډلې په طرابلس او خواو کې ځمکلاندې بمونه او نور چاودېدونکي توکي ایښي دي.

افریکام دا هم ویلي روسيه غواړي چې په لیبیا کې اوږد مهاله موجودګي قایمه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG