د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو ادارې: تښتول شوی مطیع الله جان راپېدا کړئ


مطیع الله جان
مطیع الله جان

د بشري حقونو ادارو د خبريال مطیع الله جان په تښتول کېدو خفګان ښودلی او د پاکستان له حکومته یې د هغه د موندلو لپاره د قوي ګامونو اخیستو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن د جولای په ۲۱مه له اسلام اباد تښتول شوي دغه خبريال په اړه ليکلي چې د هغه د تښتولو عمل يو بزدلانه کار دی. دې کمېشن تر دې پېښې وروسته په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د مطیع الله جان تښتول په پاکستان کې د رسنيوو پر وړاندې د خنډونو جوړول او د بيان ازادۍ تروړلو په مانا دي.

په پاکستان کې خبریالان د امنيتي ادارو او وسله والو ډلو له سختو ګواښونو او فشارونو لاندې دي.
د بې سرحده خبریالانو اتحاديه

د مطیع الله جان مېرمن نن (د جولای په ۲۱مه) رسنیو ته وییلي چې خاوند یې نن سهار په اسلام اباد کې هغه وخت له خپل موټره نامالومو کسانو له ځانه سره بوت چې کله یې دا سکول ته ورسوله. د نوموړي مېرمن د سکول استاده ده.

د پاکستان بشري حقونو کمېشن ويلي‌چې په دې ملک کې دې د خبریالانو ژوند خوندي او د بیان ازادۍ په مخ کې پراته خنډونه دې ليري کړل شي.

د دې کمېشن په شان د بشري حقونو نړيوالې ادارې، اېمنسټي انټرنېشنل هم د پاکستان له حکومته غوښتي چې ژر تر ژره دې د مطیع الله جان درک معلوم کړي. دې ادراې نن (د جولای پر ۲۱مه) پر خپله ټویټر پاڼه وليکلي چې په دې لادرکۍ اندېښمن دي او مطیع الله جان بايد زر تر زره خپلې کورنۍ ته راوګرځول شي.

پر ټولنیزو رسنیو په خپره شوې یوه وېډیو کې ښکاري چې په دوو ګاډو کې سپاره کسان مطیع الله په زوره له ځانه سره بوځي. د نوموړي لور هم پر ټويټر ليکلي چې پلار یې وسله والو کسانو له خپل موټره ښکته او د ځان سره بيولی دی.

د خبريالانو د حقونو لپاره کارکوونکې نړيوالې ادارې، د خبریالانو د ژغورنې کمېټې د جولای په ۲۱مه په يو بيان کې وويل چې مطیع الله جان دې زر تر زره خپل کور ته ورستون کړل شي.

د پاکستان په سینټ کې د بشري حقونو د کمېټې مشر او د پيپلز ګوند يو غړي، مصطفی کوکر هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د مطیع الله جان پر تښتونې خفګان ښودلی دی. هغه د اسلام اباد پوليسو مشر ته ويلي چې تر سبا پورې دې د دغه مشهور خبريال د تښتولو د پېښې په اړه دې کمېټې ته معلومات ورکړي.

پاکستاني رسنيوو د اسلام اباد د ابپارې پوليسو له خولې ويلي چې دوی په دې اړه پلټنې پېل کړي دي. پر ټولنیزو رسنیو د بشري حقونو کارکونکیو او د پاکستان خبریالانو په دغه پېښه سخته ناخوښي ښودلې او دا یې د اظهار د ازادۍ خلاف ګام بللی دی. د پاکستان د بشري حقونو سازمان هم پر حکومت غږ کړی چې د لادرکه شوي خبریال دې زر تر زره مالومات وکړل شي.

پر پوځ او حکومت د نيوکو لپاره پيژندل کېدونکی خبريال مطیع الله جان تر دې مخکې هم د ګواښونو سره مخ شوی دی. په ۲۰۱۷م کال کې نامالومو کسانو په اسلام اباد کې د مطیع الله جان پر موټر د حملې په وخت د ګاډي شیشې ماتې کړي خو ده ته پکې زیان ونه رسېد.

د بې سرحده خبريالانو ادارې د بیان ازادۍ په اړه د ۲۰۲۰ کال په راپور کې ويلي چې له ۱۸۰ هېوادونو څخه پاکستان په ۱۴۵ نمبر دی. د دې ادارې په خبره په دې ملک کې خبریالان د امنيتي ادارو، حکومت او وسله والو ډلو له خوا تر سخت فشار لاندې دي چې غواړي د بيان ازادي کنټرول کړي.

XS
SM
MD
LG