د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو د چمن ښارګوټي پر دوو خبریالانو ډېر سخت تشدد کړی


خبریالان سعید علي او عبدالمتین اڅکزی
خبریالان سعید علي او عبدالمتین اڅکزی

د بلوچستان په چمن ښارګوټي کې دوه ځايي خبریالان سعید علي او عبدالمتین اڅکزی د ګل ورځې مازیګړ له مچ زندانه ازاد شول او بېګا شپه و کوټی ښار ته ورسېدل.

د دې خبریالانو په وینا چي درې ورځې وړاندي په چمن کې ځايي انتظامیې د عامه نظم مقدمه (تري اېم پي او) کې تر نیولو پس مچ زندان ته لېږدولي او هلته ورباندې سخت تشدد شوی دی.

خبریال سعید علي له خوښېکېدو پس له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چي د چمن پر سرحدي پوله د بلوچستان حکومت له کرونا وایرسه د ژغورنې په خاطر یو قرنطینه مرکز جوړکړی دی چې له افغانستانه راتلونکي کسان هلته تر څوارلس ورځو وساتي.

خبریال زیاتوي قصور یې دا وو چې په قرنطینه مرکز کې یې د اسانتیاوو نشتوالي خبر خپور کړی وو.

د سما ټي وي خبریال سعید علي خپل ټپونه ښيي.
د سما ټي وي خبریال سعید علي خپل ټپونه ښيي.

دی وايي، په دې قرنطینه مرکز کې نږدې ۲۰۰ کسان ساتل شوي ول چې له افغانستان راغلي ول، په دغه مرکز کې نه ډوډۍ وه، نه اوبه وې، نه نورې بنیادي اسانیتاوې وې. نو د دې خلاف هلته قرنطین خلکو احتجاج کړی وو او د مرکز پر لویه دروازه له حملې پس فراره شوي ول. هلته چې څه تېر شول هغه موږ رپورټ کړل، نو پر دغه باندې ضلعي انتظامیې ډېره غوسه شوه او زه او هغه بل خبریال متین اڅکزی یې خپل دفتر وروبللو. کله چې ورغلو نو یې سترګې راوتړلې او مچ جېل ته یې واستولو. په دې دوران کې یې ډېر سخت ووهلو. ذهني او جسماني کړاو یې راکړ. ډېر تشدد یې راباندې وکړ.

سرکاري غبرګون

په چمن کي د قله عبدالله ضلعې ډپټي کمشنر بشیر بړېڅی وايي چې دغو خبریالانو پر ټولنیزو رسنیو نه یوازې د ده پرضد بلکه په چمن کې د سرحدي عسکرو د مشرانو خلاف هم د کرپشن (درغلۍ) غلط خبرونه خپاره کړي ول او د دوی سپکاوی یې کړی دی نو ځکه یې دواړه خبریالان په درې اېم پي او کې بندیان کړل.

د خبریالانو ټولنې غبرګون

پر خبریالانو سعید علي او عبدالمتین اڅکزي باندې د شوي تشدد پر پېشه د پاکستان خبریالانو اتحادې سخته خواشیني څرګنده کړې.

د پاکستان فیډرل یونین اف جرنلسټس له لوري په جاري شوي یو بیان کې ویل شوي دي چې د بلوچستان حکومت دې د پېښې عدالتي پلټنې وکړي او چې کوم سرکاري اهلکار په دې پېښه کې ککړ دي هغه دې ونیول شي.

عبدالمتین اڅکزی د خیبر ټي وي خبریال خپل ټپونه ښيي. ۲۰۲۰، ۲۲ جون
عبدالمتین اڅکزی د خیبر ټي وي خبریال خپل ټپونه ښيي. ۲۰۲۰، ۲۲ جون

له مشال راډيو سره په خبرو کې د یادې اتحادیې مرکزي مشر شهزاده ذوالفقار پر سرکار ږغ وکړ چې د دواړو خبریالانو پرضد دې لګېدلې د ۳ ایم پي او مقدمه زر تر زره بیرته واخېستل شي.

نوموړی زیاتوي پر سعید علي او عبدالمتین اڅکزي د نیولو پس تر مچ زندانه تر رسولو پورې په ګرده لار تشدد شوی دی. او دا ګرده د ډي سي په امر شوی دی.

د شهزاده ذوالفقار په خبره د عدالت او قانون په نننۍ پرمختللې نړۍ کې دغه ډول تشدد هېڅ د زغملو نه دی. دی زیاتوي په پېښه کې ککړ پولیس افسران دې ونیول شي او عدالت ته دې راکاږل شي.

هغه وویل چې پر خبریالانو باندې د میسو په تار تشدد شوی دی.

شهزاده ذوالفقار د پاکستان له وفاقي حکومته دا غوښتنه هم وکړه چي په ټول هېواد کې دې د عامه نظم مقدمه ( ۳ اېم پي او) ختم کړل شي کوم چې په ۱۹۶۰ ز کال د پاکستان قانون برخه ګرځول شوې وه.

تر دې قانون لاندې ډپټي کمشنرانو واک لري چې د ملک په هره ګوټ کې د امن وامان خرابولو په تور یوڅوک تر ۹۰ ورځو بندي کړي.

بلوچستان خبریالانو ټولنې هم د سماء تي وي خبریال سعید علي او د خیبر ټي وي خبریال متین اڅکزي باندې د تشدد کولو سخته غندنه کړې او نن مازیګر یې د صوبايي اسمبلۍ له غونډې پرېکون (واک اوټ) او د احتجاجي مظاهرو کولو اعلان کړی دی.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG