د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مومندو مشران: د سپېشل خاصدارو نوکرۍ دې بحالې شي


په غلنۍ مومندو کې ځايي مشران له حکومته د احتجاج له لارې غوښتنه کوي چې د ځانګړو خاصدارو تنحاګانې دې بحالې کړي.

دوی له تېرو دوو اونیو راهېسې، د خالي او اتوار نه پرته هره ورځ له سهاره ترماښامه پرلت غځولی وي چې ورته ځايي مشران او د سیاسي ګوندونو استازي وینا وې کوي.

سپیشل یا ځانګړي خاصدار هغه کسان دي چې د ځايي ملکانو د ساتنې لپاره حکومت موظف کړي وو او میاشت په میاشت به یې تنخا ملکانو ته رسېده.

دغو مشرانو د جولای پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل، کله چې پخوانۍ فاټا په خیبر پښتونخوا کې شاملېده نو حکومت ورسره ژمنه کړې وه چې د ملکانو او مشرانو مراعات به پر ځای ساتل کېږي خو اوس یې د ځانګړو خاصدارو تنخاګانې بندې کړې دي.

په پرلت کې ناست د مومندو یو مشر ملک حاجي زیارتګل اتمر خېل بایزي مشال راډیو ته وویل:

"په مومندو کې د سپېشل خاصدار په نوم پروګرام د پېرنګیانو له وخته موجود وو. حکومت به په دې نوم د سیمې مشرانو ته تنخا ورکوله. دا پروګرام تر اوسه پورې وچلېده خو اوس یې په دې نظام کې بدلون راوستو. دلته یې پولیس او عدالت راوستل او موږ ته یې وویل تاسو ته نور په دې نوم مراعات نه درکول کېږي ځکه چې سپېشل خاصدار په پولیسو کې نه دي شامل."

پخوانۍ فاټا د ۲۰۱۸م کال د مې په اخره کې په خیبر پښتونخوا صوبه کې ورګډه کړل شوه. له هماغه وخته په قبایلي ضلعو کې د خاصدارو او لیویز ځواکونو د پولیسو په لیکو کې د شاملولو بهیر پیل شوی دی.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ايي جي پي ثناالله عباسي د جولای پر ۱۶مه د خیبر ضلعې په جمرود کې امنیتي ځواکونو ته د وینا پرمهال یاده کړه، د خاصدارو او لیویز ځواکونو د پولیسو په لیکو کې د شاملولو پروسه ۹۰ په ۱۰۰ کې بشپړه شوې او راتلونکې میاشتې کې به د هغوی ټریننګونه هم پیل شي.

خو پرلت کې ناست مشران وايي، حکومت په دې بهیر کې ځانګړي خاصدار نه شاملوي او د هغوی احتجاج هم په همدې وجه دی.

له خاصدار ځواکه پولیسو ته د اوړېدلي یو افسر ډي ایس پي ایاز خان مومند په وینا په مومندو کې د سپېشل خاصدارو شمېره په سلګونو کې ده:

"د مومندو سېشل نوکرۍ ټولې بندې دي، چې دا به ۶۰۰ یا ۷۰۰ پورې وي."

نوموړی وايي، د سپېشل خاصدارو مراعات د پخوانۍ فاټا په هره اېجنسۍ کې ملکانو ته نه ورکول کېدل بلکې په ځینو ځینو سیمو کې حکومت د وخت او حالاتو په کتو دغه مراعات ورکړي وو:

"خبره داسې ده چې په بعضو پخوانیو اېجنسیو کې سپېشل نوکرۍ شته، په بعضو کې نشته. غالبا په باجوړ کې نشته، په خیبر کې نشته، په کورمه، جنوبي او شمالي وزیرستان او مومندو کې شته."

ډي اېس پي ایاز خان زیاتوي، پېرنګیانو په خپل دور کې ښاري سیمو کې اربابانو ته زمکې ورکړې وې خو په قبایلي سیمو کې چې زمکې نه وې نو مشرانو ته یې دغه قسمه نوکرۍ ورکړې وې. هغه وايي، دا خو د حکومت له طرفه یو انعام و، او د هغه په وینا انعام خو څوک واپس نه اخلي.

په پرلت کې ناست د مومندو مشران وايي، د هغه تنخا په بدل کې چې حکومت به دوی ته ورکوله، د سیمې د امنیت په ساتلو او نورو حکومتي چارو کې دوی د حکومت ملاتړ کولو.

د دوی په وینا په دې لاره کې یې زیاتې قربانۍ ورکړي، او ګڼ کسان معذوره شوي هم دي. نو حق یې جوړېږي چې حکومت ورته پاملرنه وکړي.

ځینو ملکانو چې د کومو کسانو په نوم تنخاګانې اخېستې، هغه خلک به ترې خبر هم نه وو او پیسې به ټولې د مشر جېب ته تلې.
د قامي اسمبلۍ غړی ساجد مومند


خو د هغوی په وینا دوه میاشتې مخکې د خیبر پښتونخوا حکومت د یو نوټیفیکېشن له لارې ورته ویلي وو چې د جولای میاشتې نه دغه تنخاګانې په دې طریقه نورې نه ورکول کېږي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې له مومندو د واکمن ګوند تحریک انصاف غړی ساجد مومند چې د ریاستونو او سرحدي چارو (سافران) د قایمه کمېټۍ غړی هم دی وايي، هغوی ته د ځايي مشرانو د قربانیو احساس دی خو په دې پروسه کې د لا نور شفافیت په موخه دم ګړۍ ته سپیشل خاصدارو په نوم مراعات درول شوي دي.

"دلته چې د سپېشل خاصدارو په نوم کومه مسله راپورته شوې او له تېرو څو ورځو نه پرې احتجاج روان دی، زه یې په باره کې دا وضاحت کول غواړم چې د لته په دې نوم باندې مشران د ۸۰، ۵۰، ۳۰ او ۲۰ کسانو تنخاګانې اخلي. او د کومو کسانو نومونه چې دوی د سپېشل خاصدارو په نوم حکومت ته ورکړي وي، هغه کسان ترې حبر هم نه وي."

ساجد مومند وايي، حکومت تیار دی چې د ځايي مشرانو د قربانیو د ارزښت له مخې هغوی ته دوه یا درې د خاصدارو نوکرۍ ورکړي خو دا چې ځیني مشران د لسګونو خاصدارو په نوم پیسې جیب ته اچوي، دا کار حکومت ته د منلو وړ نه دی.

دا خو یو انعام و چې د پیرنګیانو له وخته حکومت مشرانو ته ورکولو او انعام خو واپس کېږي نه
له خاصدار ځواکه پولیسو ته اوړېدلی افسر ایاز خان


هغه دا هم وویل چې که ملکانو سره رښتیا هم ځیني ځوانان د خاصدارو په توګه کار کوي، هغه ځوانان دې پخپله له حکومت سره اړیکه ونیسي، هغوی به د پولیسو په لیکو کې شامل کړل شي.

پوښتنه دا ده چې ایا د مومندو ملکانو چې به تر اوسه د ځانګړو خاصدارو په نوم کومه تنخا له حکومته اخېسته، ایا هغه خاصدار رښتیا هم موجود وو او کنه؟ دا پوښتنه مې د یو بل پرلت وال نیک محمد خوایزي نه وکړه، هغه راته وویل:

"زه دا خبره کوم چې څوک چاله مفتې پیسې ورکوي؟ او بیا حکومت، خبره دا ده چې کومو مشرانو ته چې دا مراعات ورکړل شوي هغوی خدمتونه کړي، قربانۍ یې ورکړي او د سپېشل خاصدارو شمېره ولې نیمه هم نه پاتې؟ ځکه چې نور یې وخت په وخت د امنیت په ساتلو کې وژل شوي، نو که وجود یې نه وای، دوی څنګه وژل کېدل."

د مومندو مشران وايي، د سپېشل خاصدار و د تنخاګانو د بحالۍ لپاره د وزیراعلی محمود خان او نورو حکومتي چارواکو سره ګوري خو که د هغوی غږ وانه ورېدل شو او مسله یې حل نه شوه نو د احتجاج لړۍ به وغځوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG