د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ۳۰۰۰ زیات خاصه دار پولیسو کې شامل کړل شول


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د پخوانۍ فاټا یا د اوسنیو قبایلي ضلعو د خاصه دارو او لیویز ځواکونو د خیبر پښتونخوا د پولیسو په اداره کې د شاملولو پروسه روانه ده.

حکومت د ۳۰۲۴ کسانو چې تعلق یې د جنوبي وزیرستان سره دی، په پولیسو کې د ګډولو اعلان کړی دی. د صوبې وزیراعلی محمود خان په یو بیان کې ویلي،له دې سره به په ضم شویو قبایلي ضلعو کې د امنیت صورتحال ښه شي.

نوموړي دا هم ویلي چې خاصه دارو او ملېشه ځواکونو د ملک لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي، په ځانګړي ډول د ترهګرۍ ضد د جګړې پر مهال، نو ځکه صوبايي حکومت، د دغو ځواکونو د بهبود لپاره خپل ټول وسایل په کار راوستل غواړي.

د خاصه دارو او د لیویز ځواک د ټولنې مشر سید جلال وزیر وايي، په قبایلي ضلعو کې څه نا څه ۲۸ زره خاصدار او لیویز سرتېرو دندې ترسره کړي او تر اوسه په څو مرحلو کې له ۱۸ زرو نه زیات کسان د پولیسو په چوکاټ کې شامل کړل شوي دي. هغه د حکومت په دې اقدام خوښي ښکاره کړه.

سید جلال وزیر وايي چې تر اوڅه په باجوړ، شمالي وزیرستان، مومندو او د جنوبي وزیرستان په ګډون په یو شمېر نورو قبایلي ضلعو کې هم د خاصه دارو او لیویز سرتېرو په پولیسو کې د شاملولو بهیر ترسره شوی دی. نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې د قبایلي ضلعو نویو پولیسو ته دې هم د ښاري هغو په شان سهولتونه، روزنه او مراعات ورکړل شي.

د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلی د اطلاعاتو مشیر اجمل وزیر د اپریل پر ۱۳مه رسنیو ته ویلي، دا ګام د پولیس ایکټ ۲۰۱۷ له مخې اخېستل شوی دی. هغه دا هم ویلي چې کومو خاصدارو یا لیویز سرتېرو چې استعفا ورکړې وي او یا هم په غیرقانوني کارونو کې ملوث پاتې شوي وي نو هغوی به د پولیسو په لیکو کې نه شاملېږي.

خو په دې اړه خاصه دار څه وايي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د خاصه دارو او لیویز ځواکونو د ټولنې مرستیال ملک مظهر افریدي مشال راډیو ته وویل، هغه کسان چې په غیر قانوني کړنو کې ملوث وي نو هغوی یې هم په پولیسو کې د شاملولو طرفداره نه دي.

هغه وايي، هغه کسان چې پخپله خوښه یې استفی ورکړې وي، اوس بیرته راتلل غواړي نو دا به هم ممکنه نه وي خو هغه کسان چې په وخت یې استفی ورکړې وي او په خپل ځای یې د خپلو زامنو د مقررۍ لپاره درخواست کړی وي، نو بیا پکار ده چې حکومت د هغوی زامنو ته د کار موقع ورکړي.

د ۲۰۱۸م کال په می میاشت کې چې پخوانۍ فاټا په خیبر پښتونخوا صوبه کې ضم شوه نو ورسره سمه د خاصه دارو او د لیویز ځواکونو په پولیسو کې د شاملولو پروسه هم پیل شوې وه چې تر اوسه بشپړه شوې نه ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG