د اروپايي ټولنې د غړیو هېوادونو ۲۷ مشرانو د جولای پر ۱۷مه په برسلز کې سرمشریزه کې راغونډ شوي ول چې د کورونا وايرس وبا په وړاندې مبارزې لپاره د ۷۵۰ اربه يورو پر مرستو خبرې وکړې. خو موافقې ته نه دې رسېدلي.
دا به د فبروۍ میاشتې راهيسې لومړۍ لویه سرمشریزه وي چې په کې مشران سره مخامخ خبرې وکړي.
دا سرمشریزه به د جولای پر ۱۸مه هم دوام وکړي.
د فرانس ولسمشر سرمشريزه ته په رسېدو ويلي دي چې اورپايي هېوادونه د حقيقت شيبه سره مخامخ دي او بايد مشران موافقي ته رسيدو لپاره جوړ جاړی وکړي.
د اورپايي کونسل مشر چالس ميشل تيره اونۍ د اقتصادونو بېرته پر پښو درولو په هدف د ۷۵۰ اربه یورو وړانديز ورکړي وو.