د امريکا پوځ وايي، ترکيې د ۲۰۲۰ز کال په لومړيو دريو مياشتو کې ليبيا ته ۳۵۰۰ شامي جنګيالې ليږلي چې هلته په نړيواله کچه پيژندل شوي حکومت سره د ياغي قومندان په وړاندې کورنۍ جګړه کې مرسته وکړي.
د دفاع وزارت دا رپورټ اسوشېټیډ پریس د جولای پر ۱۷مه ترلاسه کړی دی.
په دې کې په ليبيا کې د ترکيې په اړه تفصيل ورکړل شوی او لیکل شوي چې په هغه هېواد کې یې د جګړې لارې بدلولو کې مرسته کړې.
په ليبيا کې ياغي قومندان خليفه حفتر د هېواد په ختيځ کې په نړيواله کچه پيژندل شوي حکومت ضد جنګېږي. د ترکېي ترڅنګ قطر او اټلي د حکومت مرسته کوي.
بلخوا روس، فرانس، مصر، اردن او متحده عرب امارات د ياغي قومندان حفتر ملاتړي دي.