د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: یوه ورځ کې د کورونا وایرس ۷۷،۰۰۰ نوې پېښې ثبت شوي


په ټېکسس کې یو روغتیاپال تر ډېر کار وروسته ارام کوي
په ټېکسس کې یو روغتیاپال تر ډېر کار وروسته ارام کوي

په امریکا کې د جولای پر ۱۶مه د پخوا پرتله په یوه ورځ کې کورونا وایرس تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې ریکارډ شوې دي.

په هغه هېواد کې د کورونا وايرس ۷۷،۰۰۰پېښې ثبت شوي او د جولای پر ۱۶مه پکې نېږدې ۱۰۰۰ کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي.

د امريکا فلورېډا، ساوت کیرولاینا او ټېکسس په ګډون اووه ایالتونو کې د کورونا وايرس تر ټولو زياتې مثبتې پېښې ثبت شوي.

د ۲۰۲۰ز کال له پيله چې کورونا وايرس په امريکا کې خپور شوی تر اوسه درې میلیونه کسان پرې اخته شوي دي او یو لاک ۳۸ زره کسان مړه شوي دي، خو تر یو میلیون زیات پکې له ناروغۍ جوړ شوي هم دي.

تر امريکا وروسته په برازيل کې کورونا وايرس تر ټولو زياتې پيښې ثبت شوي دي دي.

په نړۍ کې د کووېد-۱۹ تازه شمېرې

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چين په ووهان ښار کې څرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون له شمېرو سره سم، په ټوله نړۍ کې د کورونا وایرس د کېسونو شمېر د جولای تر ۱۷مې ۱۳.۸ میلیونه ته رسېدلی او شاوخوا ۵۹ زره کسان مړه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG