د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېړۍ تر پايه به د نړۍ ابادي له اټکله کمه وي


څېړنه اټکل کوي چې د روانې پېړۍ تر پایه به د نړۍ ټوله ابادي ۸.۸ اربه ته ورسي.
څېړنه اټکل کوي چې د روانې پېړۍ تر پایه به د نړۍ ټوله ابادي ۸.۸ اربه ته ورسي.

د امریکا واشنګټن پوهنتون د څېړونکو یوې ډلې ویلي دي چې د ماشومانو زېږولو شرحې ټيټېدو او په ځینو سیمو کې د زړښت د کچ لوړوالي له وجې به د نړۍ ابادي هومره زیاته نه شي چې څومره یې چې په اړه اټکل شوی وو.

دا څېړنه چې د جولای پر ۱۵مه د لېنسېټ میډیکل ژورنال په نوم څېړنیزه مجله کې خپور شوی وايي په ځانګړي ډول په اسیا، منځني او ختیځې اروپا کې د زړښت کچه لوړه ده.

څېړنه اټکل کوي چې د روانې پېړۍ تر پایه به د نړۍ ټوله ابادي ۸.۸ اربه وي چې د ملګرو ملتونو له اوسني اټکله دوه اربه کمه ده.

په رپورټ کې راغلي چې د ملګرو ملتونو اټکل او څېړنې له تګلارو سره تړلي متبادل حالات او د بچیو زېږولو او د مړینې د کچې بدلوونکي عوامل په پام کې نه وو نیولي.

بيل او ميلينډا ګېټس بنسټ دا څېړنه تمویل کړې چې پکې راغلي تر ۲۱۰۰ز کاله، د نړۍ له ۱۹۵ څخه شاوخوا ۱۸۳ هېوادونه به د ابادۍ سطحه برقراره ونه شي ساتلی.

په بله معنا په هغو هېوادونو کې به هومره ماشومان ونه زېږي چې څومره د ابادۍ کچې پر ځای ساتلو ته په کار وي.

لیکنه وايي، د ښځو تعلیمیافته کېدل او د زوکړو د کنټرول لارو چارو دودېدو له وجې به د بچیو زېږولو سطح ټیټه شي او د ابادۍ د زیاتېدو بهیر به ورو شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG