د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان اسمبلۍ د چمن لارې بیا پرانیستو غوښتنه وکړه


د چمن لار د مارچ له پیله تړلې ده
د چمن لار د مارچ له پیله تړلې ده

کوټه - د بلوچستان اسمبلۍ غړو له حکومته غوښتي چې سمدستي دې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن لاره بیا پرانیزي.

په اسمبلۍ کې د چمن استازي او د عوامي نیشنل ګوند سیاستوال اصغر خان اڅکزي د جولای پر ۱۴مه په غونډه کې تحریک التوا دایر کړ چې اپوزیشن او حکومت دواړو یې مرسته وکړه او ورڅخه یې قرارداد جوړ کړ.

عوامي نیشنل ګوند په صوبه کې د اېتلافي حکومت برخه دی.

په تحریک کې راغلي چې د چمن او سپين بولدک تر منځ د لارې تړلو له امله يو خوا بېروزګاري او بلخوا ناامني زياته شوې ده.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیاستوال او د اسمبلۍ غړي نصر الله زېري غونډې ته وویل چې د چمن او بولدک لار تړل نه یوازې د "معاشي قتل" معنا لري بلکې ورسره د دواړو خواوو ولسونه له یو بله بېل شوي او خپلوۍ نشي پاللای.

اخوا د جولای پر ۱۴مه، په کوټه کې د سوداګرانو خونې د لارې بندېدو ضد په بلوچستان های کورټ کې درخواست جمع کړ.

په عین وخت کې په چمن کې د لارې د بندېدو پر ضد احتجاجي پرلت دوام لري چې پر عام ولس او تاجرانو برسېره قبايلي او سياسي مشران هم ګډون پکې کوي.

د جولای پر ۱۵مه د دې پرلت ۴۱ ورځې پوره شوې.

د بلوچستان حکومت ويلي چې د چمن او سپين بولدک تر منځ د تګ راتګ کوونکو خلکو نوملیکنه (رجسټرېشن) کوي خو پرلتوالو د حکومت دا پرېکړه رد کړې.

د پاکستان حکومت د مارچ په پیل کې د کورونا وایرس خپرېدو مخنیوي په موخه د چمن او سپین بولدک لار وتړله. د هماغې میاشت په نیمايي کې حکومت د تورخم په ګډون افغانستان ته د تګ راتګ نورې لارې هم وتړلې.

حکومت په مې کې په پړاوونو کې د تورخم لار بیا پرانیسته او په جون کې یې د شمالي وزیرستان د غلام خان لار د سوداګرۍ او تګ راتګ لپاره بیا خلاصه کړه.

د پاکستان حکومت د جولای پر ۱۱مه د جنوبي وزیرستان انګور اډې او پر ۱۲مه یې د کورمې د خرلڅۍ لارې د دوه اړخیزه سوداګرۍ لپاره بیا پرانیستې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG