د لاسرسي ځای

تازه خبر

تورخم لار د سوداګرۍ او محدود تګ راتګ لپاره پرانستل شوه


د تورخم دروازه
د تورخم دروازه

خیبر - د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم دروازه د مې له ۱۶مې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او تګ راتګ لپاره بیا پرانستل شوه.

پاکستاني چارواکي وايي چې دا دروازه به د سوداګرۍ لپاره شپه اوه ورځ خلاصه وي خو د عام ولس تګ راتګ به په اونۍ کې یوازې یوه ورځ اجازه ولري.

د چارواکو په وینا ، عام ولس به یوازې د شنبې په ورځ تګ راتګ کولای شي او پاتې شپږ ورځې به د دوه اړه خیزې سوداګرۍ په لړ کې د سامان وړلو او راوړلو ته ځانګړې وي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د مې پر ۱۵مه په یو خبرپاڼه کې ویلي چې د چمن لاره به هم په اونۍ کې شپږ ورځې په ځانګړو وختونو کې خلاصه وي.

پاکستاني حکومت دا هم ویلي چې د دې تګ راتګ پر وخت به ډرایوران او ولس د کورونا وایرس مخنیوي لپاره ټول احتیاطي تدابیر خپلوي.

د خیبر انتظامي چارواکي وایي د مې پر ۱۶مه د سهار له اتو بجو به په پاکستان کې ایسار شوي افغان وګړي پر تورخم دروازه افغانستان ته اوښتلای شي او له هغه وروسته به په افغانستان کې بند پاکستاني وګري خپل ملک ته ستنېږدي.

سید خان چې د مارچ له ۱۶مې یې په لنډي کوتل کې انتظار ایستلی ، مشال راډیو ته وویل ، "بس اوس خپل وطن ته روان یو،نور څه نه غواړو بس چې خپل وطن ته ستانه شو، په ګجرات کې مې څپلۍ خرڅولې،دلته ډير په تکلیف شو، تورخم دروازه راته بنده وه په جماتونو کې مو شپې سبا کړې."

پاکستانیو چارواکو د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره د مارچ پر ۱۶ مه نېټه د تورخم دروازه تړلې وه.

د پاکستان او افغانستان تجارانو د سوداګرۍ پر وړاندې د تورخم او چمن لارو تړل کېده غندلي وو.

په تورخم کې یو سوداګر مجیب شینواری مشال راډیو ته وویل < "موږ ۲۴ ساعته تجارتي هلو ځلو بحالولو ته خوشاله یو خو دا به ګورو چې حکومت پر دې اعلان څومره عمل کوي، نو د هغې نه پس به بیا پته لګي چې د کاروبار حجم ورسره څو فیصده روان شو ، پخوانۍ حالت یی څه وو او موجوده څومره روان دې؟"

د ده په وینا ، تر اوسه په میلیونونه ډالره تاوان شوی خو چې اوس دغه دوه طرفه کار روان شي او څه وخت وچلیږي نو به خامخا ورسره د دواړو خواوو خلکو اقتصادی حالت ښه شي.

سوداګرو غوښتنه درلوده چې دواړه حکومتونه دې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره د نورو هیوادونو په څېر ضروري ګامونه پورته کړي خو تجارت دې نه بندي.

د دوي په وینا د دې لارو تړل کېدو له کبله په ځانګړې توګه د پولې دواړو غاړو ته د مېشتو پښتنو کاروبار او روزګار ته تاوان رسېږدي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG