د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان هند ته د افغان مالونو وړلو لپاره د واهګې لار پرانیزي


پر واهګه پوله به یوازې افغان مالونه هند ته لېږدول کېږي
پر واهګه پوله به یوازې افغان مالونه هند ته لېږدول کېږي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جولای پر ۱۳مه په یوه بیان کې ویلي چې د افغان حکومت په غوښتنه هند ته د افغانستان د مالونو برامد لپاره د واهګې پولې لار بیا پرانیزي.

بیان وايي، پاکستان د کورونا وایرس خپرېدو مخنیوي لپاره احتیاطي تدابیر عملي کوي چې تر هغې وروسته د جولای له ۱۵مې څخه به د واهګې لار د افغانستان مال وړونکو ګاډو پر مخ پرانیستې وې.

د افغانستان لپاره د پاکستان د وزیراعظم ځانګړي استازي محمد صادق د جولای پر ۱۳مه پر ټوېټر په یوه بیان کې ویلي چې دا اقدام د "ټرانزېټ سوداګرۍ اسانتیاوو پیدا کولو" په موخه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلام اباد "له دې کار سره له افغانستان سره د ټرانزېټ سوداګرۍ موافقې ژمنې عملي کړې."

افغانستان له اوږدې مودې راهیسې له اسلام اباده غوښتنه کوله چې د واهګې لار دې ورته پرانیزي.

پر ټوېټر د صادق بیان

له لاهور سره نېږدې د واهګې پوله د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ تر ټولو لنډه لار بلل کېږي.

محمد صادق په بیان کې ویلي چې وار له مخه یې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تجارت لپاره "ټولې لارې پرانیستې" دي.

نوموړي د جولای پر ۱۲مه په یوه بیان کې د کورمې خرلڅۍ لار بیا پرانیستو خبر ورکړ.

د پاکستان او افغانستان سوداګرو له تېرو کلونو راهیسې د ټولو لارو بیا پرانیستو غوښتنه کوله.

د پاکستان حکومت چې د مارچ په نیمايي کې د کورونا وایرس خپرېدو مخنیوي لپاره ټولبند اعلان کړ نو له افغانستان سره یې د مالونو او تګ راتګ لپاره لارې هم وتړلې.

وروسته حکومت په مې کې د تورخم لار پرانیسته خو نورې لارې تړلې وې.

په جون کې د پاکستان حکومت د سوداګرۍ او خلکو تګ راتګ لپاره د شمالي وزیرستان او خوست ترمنځ د غلام خان لار بیا پرانیسته او د جولای پر ۱۱مه محمد صادق د جنوبي وزیرستان د انګور اډې لار پرانیستو اعلان وکړ.

د پاکستان او افغانستان سوداګرو له ۲۰۱۵ز کال راهیسې پر تورخم، چمن او نورو لارو د یو لړ محدودیتونو له وجې د دواړو خواوو ترمنځ د تجارت د کمېدو شکایتونه کول.

اسلام اباد د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزېټ سوداګرۍ د لارو بیاپرانیستو اقدام پر داسې مهال کړی چې افغان حکومت او طالبانو د سولې د مستقیمو خبرو پیلولو په موخه ګڼ بندیان خوشې کړي دي.

د فبرورۍ پر ۲۹مه امریکا او طالبانو د سولې موافقه لاسلیک کړه چې ورسره سم ټاکل شوې چې افغان حکومت او طالبان د روغې جوړې مذاکرات وکړي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د جون پر شپږمه محمد صادق د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه وټاکه.

تر دې یوه میاشت وروسته د جولای پر شپږمه افغان ولسمشر اشرف غني، محمد عمر داودزی د پاکستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه وګوماره.

دا ګومارنې پر داسې مهال شوې دي چې له تېرو څو کلونو راهیسې د دواړو هېوادونو تعلقات ساړه ول.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG