د لاسرسي ځای

تازه خبر

قامي اسمبلي: په پوهنتونونو کې دې قران په اردو ترجمه وښودل شي


د پاکستان پارلېمان ودانۍ
د پاکستان پارلېمان ودانۍ

د پاکستان قومي اسمبلۍ هغه مسوده په یوه خوله منظوره کړې ده چې له مخې به یې د ملک په ټولو پوهنتونونو او د لوړو زده کړو ادارو کې قران مجید له اردو ترجمې سره ښودل کېږي.

د جولای پر ۱۳مه منظور شوي دې قرارداد کې ویل شوي چې د ایین له مخې د ملک رسمي نوم اسلام جمهوري پاکستان دی او په ملک کې به قران او سنت تر ټولو ستر قانون بلل کېږي.

په قرارداد کې ویل شوي چې د هم دې له کبله باید په ټولو پوهنتونو کې د قران مجید ښودلو لپاره مناسب اقدامات وشي.

د پارلېماني چارو وزیر علي محمد خان ویلي چې د اردو ترجمه به له زره کوونکو سره مرسته وکړي چې په قران مجید په سیمه توګه پوه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG