په پاکستان کې د کورونا وایرس له کبله د مړو شمېر ۵،۲۶۶ته رسېدلی دی.
د کورونا وایرس په اړه د پاکستان ځانګړې حکومتي ووبپاڼه وايي، د جولای تر ۱۳مې په ټول ملک کې په مجموعي توګه ۲۵۱،۶۲۵ تنه کورونا وایرس نیولي دي.
ووبپاڼه لیکي چې بل پلو په پاکستان کې تر اوسه له کووېډ-۱۹ ناروغۍ څخه تقریباً ۱۶۲،۰۰۰ تنه جوړ شوي هم دي.
په جون کې په پاکستان کې د کووېډ-۱۹ تر ټولو زیاتې پېښې ثبت شوې خو د جولای له پیل راهیسې د وړجنو ورځنی شمېر ښکته شوی.