د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې "درې مهمې نړيوالې غونډې" کېدونکې دي


د افغانستان بهرنيوو چارو وزارت وياند، ګران هېواد
د افغانستان بهرنيوو چارو وزارت وياند، ګران هېواد

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي چې کابل به دا اونۍ د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د پیاوړتیا په هدف د درې مهمو ناستو کوربه وي.

د وزارت ویاند ګران هېواد د جولای په څلورمه په يو بيان کې ویلي چې لومړۍ غونډه به د دوشنبې په ورځ د شلو سیمه ییزو او لویو هېوادونو ترمنځ وي، دویمه به د سې شنبې په ورځ وي چې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د سټراټیژیک ډیالاګ ترنامه لاندې جوړېږي.

ده زياته کړه چې درېیمه ناسته به د ویډیو کنفرانس له لارې وي او هغه ستر هېوادونه به پکې برخه واخلي چې په تېرو ۱۹ کلونو کې یې له افغانستان سره اقتصادي او امنیتي برخو کې همکاري کړي وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دیپلوماتیکې هڅې زیاتې کړې چې د طالبانو سره د بین الافغاني خبرو له پیل وړاندې د افغان سولې لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع لا پیاوړې او ګړندۍ کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG