د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپینه ماڼۍ: که پر روسیې تورونه کره شول سخت ځواب به ورکړي


ارشیف، سپینه ماڼۍ
ارشیف، سپینه ماڼۍ

د سپینې ماڼۍ ویاند رابرټ اوبراین وایي، که چېرته دا راپورونه تأیید شي چې روسیې طالبانو ته د دې لپاره انعامونه ورکړي چې په افغانستان کې امریکایي ځواکونه او د هغوی متحدان ووژني، متحده ایالات به سخت ځواب ورکړي.

ښاغلي اوبراین دا خبره پرون په واشنګتن کې خبریالانو ته وکړه، خو په دې اړه‌یې نور تفصیل ورنه‌کړ.

تر دې مخکې پرون په واشنګټن کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د همدې موضوع په اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: "کله چې موږ داسې کره معلومات ترلاسه کړو چې روسان د امریکایانو ژوند په خطر کې اچوي، نو موږ به په جدي توګه ځواب ورکړو. لکه تاسو چې وویل، موږ به خبرداری ورکوو؟ موږ به خبرې ورسره کوو؟ زه فکر کوم چې ځواب به خامخا وي او ورکوو به‌یې."

نیویارک ټایمز ورځپاڼې تېره جمعه راپور ورکړ چې د روسې پوځي استخباراتو د امریکایانو د وژلو لپاره طالبانو ته انعامونه ورکړي او دا راپور د فبرورۍ په میاشت کې له ولسمشر ټرمپ سره شریک شوی دی، تر دې راوروسته ښاغلی ټرمپ تر فشار لاندې راغلی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاند، اوبراین وویل چې د امریکا د مرکزي استخباراتو یوې غړې ولسمشر ټرمپ ته په دې اړه شفاهي خبره کړې وه او په لیکلې بڼه‌یې څه نه‌و وړاندې کړي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې د روسیې سفارت دا راپورونه رد کړي او طالبانو هم ویلي دي چې دوی له روسیې انعامونه نه‌دي ترلاسه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG