د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرلي: د ځمکې پر سر تر نښتې وروسته اوربند شوی


د شمالي وزیرستان په میرلي کې د دوو قبیلو ترمنځ تر دوه ورځنیو نښتو وروسته اوربند شوی دی.

د ځايي ولس او چارواکو په وینا، د جون پر ۳۰مه د ځمکې لانجې پر سر د اېپي او مديخېلو ترمنځ نښته پیل شوه چې پکې دوه کسان ووژل او یو شمېر ژوبل شول.

هلته د شمالي وزیرستان اوسېدونکو له مشال راډیو سره په خبرو کې له انتظامیې څخه غوښتنه کړې چې په سیمه کې د امنیت بحالۍ اقدامات وکړي.

دوی د جولای پر لومړۍ نېټه وویل، په ۲۰۱۴ز کال کې د وسله والو پرضد تر پوځي عملیاتو وروسته چارواکو له خلکو څخه وسلې ټولې کړې چې ورسره امنیتي حالات نسبتاً ښه شول خو اوس بیا قبیلو وسلې ترلاسه کړې دي او جنګېږي.

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر شفیع الله ګنډه پور د جولای پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل، هېچا ته د قانون سرغړونې اجازه نه ورکوي او ژر به له خلکو څخه د وسلو ټولول پیل کړي.

XS
SM
MD
LG