له د جولاۍ لومړۍ څخه د نړۍ ۱۵هېوادونو وګړي اروپايي اتحادیې ته د سفر اجازه لري.
اروپايي اتحادیې د جون پر ۳۱مه وویل چې کاناډا، مراکش، نویزیلېنډ، روانډا، سربیا، جنوبي کوریا، جورجیا، اسټرالیا، الجیریا، تایلنډ، تیونس او اروګوای په خوندي زون کې شامل هېوادونه دي او وګړو ته یې د ورتګ اجازه ورکوي.
خو امریکا یې له دې اعلانه مستثنی کړی دی ځکه هلته د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی.
د اتحادیې ۲۷ استازو پرون وویل چې په امریکا، روس، برازیل، هند او ترکیه کې د کورونا وایرس مثبتې پېښې زیاتې دي او وګړي یې اروپايي ټولنې ته د سفر اجازه نه لري.
اروپايي اتحادیې ویلي چې له چینه به د وګړو ورتګ ته هغه وخت اجازه ورکړي چې د چین حکومت له اروپا د مسافرو پر ورتګ بندیز لیرې کړي.
اروپايي اتحادیې د سفر اجازې راپور هره میاشت دوه واره نوی کېږي.
هغه هېوادونه چې اروپايي اتحادیې په مصون زون کې شامل کړي او د وګړو لپاره یې د سفر ازادي اعلان کړې، باید د اروپايي اتحادیې خلکو ته د ورتګ اجازه ورکړي.