د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عدنان شینواري د وژنې خلاف لنډي کوتل کې احتجاج


لواړګي ـ د قبایلي سیمې خیبر خلکو د یوه ځوان تر وژنې وروسته د فبرورۍ ۲۳مې پر غرمه احتجاجي پرلت بیا پیل کړی او د مړي له ښخولو انکار کوي.

هغوی د پاکستان پر امنیتي ځواکونو تور پورې کوي چې د عدنان شینواري په نوم یو ځايي ځوان یې په حراست کې وژلی دی.

د لنډي کوتل د مختار خېلو کلي خلکو د فبرورۍ د ۲۲مې په ماښام د وژل شوي ۲۲ کلن ځوان مړی په چروازګۍ کې د پېښور او تورخم ترمنځ پر لویه لار ایښی چې له وجې یې افغانستان ته مال وړونکي ګاډي درېدلي دي.

د فبرورۍ پر ۲۳مه، د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ مشر علي وزیر او د هغه ملګري په کارخانو پاټک د خیبر سیاسي اتحاد پرلت ته له تللو ګرځول شوي.

د وژلي ځوان پلار اسماعیل شینواري پرلت ته په وینا کې وویل: "درې میاشتې مخکې یې دا وړکی زموږ نه وېوړ، دا که عدالت ته وړاندې شوی وای او ده له یې پانسي هم ورکړې وای نو منله مې خو نن یې ګورئ چې دی یې په ظلم سره وژلی."

د لواړګي خلک احتجاج کوي
د لواړګي خلک احتجاج کوي

اسماعیل شینواری وايي، زوی یې د ۲۰۱۹ کال د نومبر میاشتې په ۱۱مه نېټه حکومتي ملېشو وړی وو.

نوموړي پر خلکو غږ وکړ چې په دې "سخت ساعت کې" دې ورسره ملګري شي.

د هغه په وینا نن که حکومتي ځواکونو د هغه زوی وژلی نو سبا د بل کس زوی هم د داسې برخلیک سره مخ کېدای شي.

د خیبر سیاسي اتحاد یو مشر مفتي اعجاز هم احتجاجي ناستې ته وینا وکړه. هغه وویل، کله چې امنیتي ځواکونو یو کس پورته کړ نو بیا دا پوښتنه پیداکېږي چې هغه ولې عدالت ته وړاندې نه کړل شو؟

په پېښور کې د ترهګرۍ ضد څانګې د فبرورۍ پر ۲۲مه ویلي چې عدنان یې د فبرورۍ پر ۲۱ مه د پیښور او خیبر پر پوله په ریګي سیمه کې له نورو څلورو ترهګرو سره یو ځای په عملیاتو کې وژلی دی.

خلکو لویه لاره تړلې
خلکو لویه لاره تړلې

د عدنان شینواري سره څلور نور ځايي کسان چې وژل شوي د هغوی نومونه، نیاز علي، جمیل، سرزمین او عزیزالله دي. وروستي څلور واړه کسان د خیبر پښتونخوا د نورو ضلعو اوسېدونکي دي.

پولیس دعوه کوي چې دغو پنځو واړو کسانو په پېښور کې د یوې ځانمرګې حملې پلان جوړ کړی وو چې حکومتي ځواکونو ناکامه کړ.

د خیبر اوسیدونکي وايي د ۲۰۱۹ کال په دسمبر میاشتې کې هم یو ځايي ځوان خاطر شینواري امنیتي ځواکونو په ورته ډول وژلی وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG