د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډينيل پرل وژنې قضیه: سپریم کورټ د سيند حکومت درخواست رد کړ


پاکستان سپريم کورټ د امريکايي خبريال ډينيل پرل د وژنې په مقدمه کې د سيند های کورټ د فيصلې ځنډولو په اړه د سيند حکومت درخواست رد کړی دی.

سيند حکومت د سيند های کورټ د اپرېل پر دوهمه ورکړې هغه فيصله په سپريم کورټ کې چېلنج کړې وه چې له مخې يې د ډېنیل پرل په وژنه کې ککړ د عمر سعيد شيخ د عمري بند سزا په اوه کاله بند اړولې وه او درې نور کسان يې خوشي کړي ول.

د جون پر ۲۹مه په اسلام اباد کې د سپريم کورټ درې ججانو د درخواست اورېدنه وکړه. د جسټس مشير عالم په مشرۍبنچ وويل، که د سيند های کورټ په فيصله کې څه نیمګړتيا وي نو په دې صورت کې کېدای شي فيصله وځنډول شي يا ختمه کړل شي.

د سيند حکومت له خوا فارق اېچ نايک اېډوکېټ حاضر شو. نوموړي عوالت ته وويل چې د دې مقدمې د ژر تر ژره اورېدونې لپاره يې ځکه درخواست ورکړی چې سيند حکومت ټول تورن کسان د امن و امان خرابولو تر دفعې لاندې نظر بنده کړي دي چې دا موده يې د جولايي پر دوهمه نېټه پوره کېږي. نوموړي دغه کسان ترهګر ياد کړل او ویې ويل چې که دوی خلاص شول نو د دې به ډېرې ناوړه پایلې وي. خو جج يحي خان په ځواب کې وويل چې د عدالت له خوا تر خوشي کېدو وروسته هغه څنګه دې کسانو ته د ترهګرو نوم ورکوي؟ د ډينيل پرل مور او پلار هم په دې مقدمه کې د فريق جوړېدو درخواست ورکړی وو.

د وال سټريټ جورنال خبريال ډېنېل پرل په په ۲۰۰۲ ز کال کې په کراچۍ کې د تښتونې وروسته وژل شوي وو. پوليسو په دې تور له القاعده سره تړاو لرونکی عمر سعيد شيخ او درې نور کسان نيولي ول. وروسته د کراچۍ ترهګرۍ يو عدالت تورن کسان په مجرم ګرځولو سره سزا کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG