اروپايي اتحادیې د افغانستان پر حکومت غږ کړي چې د ماشومانو لپاره خوندي چاپېریال برابر کړي.
د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مشر دفتر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کلني راپور په اړه په غبرګون کې د جون په ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې د افغانستان حکومت او مدني ټولنه باید د ماشومانو د ټولنیز خوندیتوب لپاره کلک ګامونه پورته کړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې افغانستان د درېیمې درجې هېوادونو په لېست کې اچولي چې د ماشومانو خوندي ساتلو لپاره يې سم اقدامات نه دي پورته کړي. د درېیمې درجې هېوادونو په فهرست کې ایران، روس، بلاروس او ترکمنستان هم شامل شوي دي.
د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مشر ویاندې، ویرجیني باتو د جون په ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې هغو مهمو مسئلو ته اشاره شوې چې د دوی لپاره هم لومړیتوب لري