د جون پر ۲۶مه په امریکا کې د کورونا وایرس تر ټولو زیات شمېر نوي کېسونه ریکارډ شول.
په امریکا کې په یوه ورځ تر ۴۰۰۰۰ زیات نوي کېسونه تر ریکارډیدو وروسته یو شمېر ریاستونو د صورتحال نور خرابیدو مخنیوي په خاطر د ښارونو د بیا پرانیستو پرېکړه بېرته اخیستې.
د ټيکساس ریاست ګورنر په تېرو دریو ورځو کې هلته د ۱۷۰۰۰ نویو کېسونو ریکارډېدو پس د ټولو شرابخانو د تړلو امر کړی.
په فلوریډا ریاست کې تر هغې وروسته په شرابخانو کې د الکوهل پر استعمال بندیز ولګېد چې هلته د کورونا وایرس نویو کېسونو شمېر ۹۰۰۰ ته نېږدې شو.
د زیاتو کېسونو لامل په زیات شمېر کې ټیسټونه هم ښودل کېږي خو په ځینو سیمو کې د مثبتو کېسونو شمېر د فیصد په حساب په زیاتېدو دی.
چارواکي وايي، د کېسونو زیاتېدو لویه وجه د ریاستونو لخوا د کاروبارونو او اقتصاد بیا پرانیستل او په سماجي فاصلې ساتلو او ماسکونه اچولو باندې د خلکو عمل نه کول دي.