پېښور های کورټ د یوې نجلي په غوښتنه د حيات اباد ميډيکل کمپلیکس انتظامیې ته امر وکړ چې د دغه ښځې په خوښه دې د هغې جنس ورواړوي.
د پېښور های کورټ جسټس قيصر رشيد او جسټس نعيم انور نن [د جون پر ۲۶مه] د یو خواست د اوریدنې وروسته د روغتون انتظامیې ته وویل چې د جنس بدلولو په اړه دې په درې ورځو کې عدالت ته راپور وړاندې کړي او د دغه نجلي په خوښه دې ورله د جنس بدلولو عملیات وکړي.
د ۲۲ نجلي وکیل سيف الله محب کاکا خيل عدالت ته وویل چې د جنس اړولو (ټرانسجنډر) ایکټ ۲۰۱۸ لاندې د هېواد هر ۱۸ کلن وګړی د خپل جنس اړولو حق لري.
کاکاخېل زیاته کړه چې موکله يې له یو رقم ناروغۍ سره مخامخ ده چې خویونه يې د هلکانو دي خو جسماني جوړښت يې د نجونو دی.
په حیات ابادي میډیکل روغتون د پلاسټک سرجري وارډ مشر پروفیسر ډاکټر محمد طارق مشال راډیو ته ویلي چې دا ستونزه پیدایشي هم کېدای شي او انسان پخپله خوښه هم جنس بدلولای شي.