د لاسرسي ځای

تازه خبر

پارلماني غړو د عرفان الله اپرېدي د مشکوکې وژنې پلټنه غوښتې


په باړه کې د پولیسو په حراست کې د یوه ځايي عرفان الله اپرېدي د مشکوکې وژنې پر پېښه د قامي اسمبلۍ او سېنېټ ځينو غړو هم خپل غږ پورته کړی او د عدالتي پلټنو غوښتنه یې کړې ده. نن دا دی څلورمه ورځ ده چې په باړه کې د دغه مبینه وژنې خلاف پرلت دوام لري.

له مشال راډيو سره په خبرو کې له باړې د قامي اسمبلۍ غړي اقبال اپرېدي وینا وه چې د قامي اسمبلې په تېره غونډه کې یې پر دغه پېښه خبره کړې ده او وزیراعظم عمران خان او د قومي اسمبلۍ سپیکر ته یې هم ویلي ول چې د عرفان الله د پېښې پلټنې دې وشي. نوموړي هیله وښوده چې په دې پېښه کې د ککړو کسانو پرضد به کاروایي وشي. دی وايي که د اسمبلې غونډې تر پایه د دغې پېښې د پلټنو امر و نه شو نو بیا به دی په خپله ټول قومونه رباسي او یو بل لوی احتجاج به پیلوي.

اقبال اپرېدی زیاتوي دی خپله هم احتجاجي پرلت ته ورغلی وو او د عرفان الله کورنۍ سره یې غمرازي ښودلې ده او دی یې ترڅنګ ولاړ دی.

دی وايي: (دا د پولیسو کار نه دی چې ملزمانو له به په خپله سزا ورکوي د عدالت پرته وژنې نه منو.)

په سېنېټکې د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان هم د عرفان الله په دې پېښه غږ پورته کړی.

نوموړی زیاتوي: (د پاکستان آیین آرټیکل ۹، آرټیکل ۱۰،آرټیکل ۱۰ اې،آرټیکل ۱۱ او آرټیکل ۲۵د انسان د ځان، عزت، احترام، د بشري حقونو خبره کوي، دا د روڼې عدالتي کارروايي (فیر ټرایل) خبره کوي. داسې پېښې د آیین ښکاره خلاف ورزي ده، ما په سېنېټ کې په دې پیښه د عدالتي کمیشن جوړولو غوښتنه وکړه.د سېنېټ چیرمین دسېنېټسیکرټریټ ته امر وکړ چې په دې کې دې د صوبې چیف سېکرېټري او آی جي پي څخه پوښتنه وشي او د دغې پېښې د پلټنو لپاره دې عدالتي کمېشن جوړ شي.)

د خیبر وکیلانو اتحادیې مشر تاج محل اپرېدی وایي: (موږ د دغې پیښې پرضد د جون په ۲۶ یاني د جمعې په ورځ له عدالتونو بایکاټ اعلان کړی او چې د عرفان الله اپرېدي کورنۍ یې څه قانوني مرسته غواړي نو موږ ورسره یو.)

نن په څلورمه ورځ هم د دېرش کلن ځوان عرفان الله اپرېدي د وژنې پرضد په باړه بازار خیبر چوک کې احتجاجي پرلت دوام لري.

پرلتوال غوښتنه کوي چې د عرفان الله اپرېدي له کورنۍ سره دې انصاف وشي او په راروان وخت کې دې داسې پېښو د نه کېدو باور ورکړل شي.

یوه پرلتوال سید جلیل اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې عرفان الله اپرېدی بې ګناه وو او که پولیسو سره یې څه ثبوت وي نو هغه دې راښکاره کړي.

په باړه کې د لایق شاه اپرېدي په نوم مشر تن دعوا کوي چې د ده دیرش کلن ځوی عرفان الله اپرېدی د مې میاشتې په وروستۍ ورځ له جمروده لادرکه شوی وو او د مې په ۲۳ یې د پېښور د تره ګرې ضد څانګې سي ټي ډي ورته مړی وسپارلی او ده ته یې وویل چې دا یې له پولیسو سره په منتو غازي آباد کې په یوه وسلواله نښته کې وژلی دی.

د جون په ۲۳ نیټه د پیښور د تره ګرۍ ضد څانګې سي ټي ډي چارواکو په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې دوي په دې هم دې نیټه د پيښور په کلي واله سیمه متنو غازي آباد کې ځينې مشکوکو وسلوالو پرضد عملیات پيل کړي وو چې له یوه کوره پرې ډزې وشوې او دوی په ځوابي کاروایي کې څلور تره ګر ووژل چې یو پکې عرفان الله هم شامل وو.

خو د عرفان الله کورنۍ د پولیسو دا ادعا ردوي او وایي، نوموړي له پولیسو سره په حراست کې وژل شوی دی.

حراستي مشکوکې وژنې

عدنان شینواری، خیبر

د سږني ۲۰۲۰ ز کال د فبرورۍ پر ۲۲مه نېټه هم د پېښور ترهګري ضد ځواکپه يوه خبر پاڼه کې ادعا کړې وه چې د خیبر په رېګي سيمه کې يې د عملياتو پر مهال د دوی په وينا پنځه مشکوک ترهګر وژلي چې پکې یو ځوان عدنان شینواری هم وو.

خو د عدنان کورنۍ بيا تور پورې کوي چې امنيتي ځواکونو شاوخوا درې مياشتې وړاندې عدنان د چاپې پر مهال په مختارخيلو سيمه کې له خپله کوره وړی وو او په حراست يې ساتلی وو. د عدنان شینواري کورنۍ ته د انصاف ورکولو لپاره څو ورځې پرلپسې احتجاجونه وشول چې وروسته یې سرکار غوښتنې ومنلې.

خاطر شینواری، خیبر

پروسږ یانې د ۲۰۱۹ ز کال د ډېسېمبر میاشتې پر ۲۱مه نېټه د خیبر په پسیدخېلو کلي ځوان خاطر خان شینواری په هغه سیمه کې د اېف سي ځواک پر عسکرو د یوې بمي چاودنې په تور له ۱۹ نورو کسانو سره نیول شوی وو.

د نوموړي د کورنۍ غړي وایي چې خاطر شینواری د اېف سي ځواک له تشدده وژل شوی دی او مړی یې دوی ته د ډېسېمبر پر ۲۳ نېټه وسپارلی خو د اېف سي ځواک چارواکو ویلي دي چې هغه له حراستي مرکزه د تښتېدو په وخت د پرېوتو له امله مړ شوی دی.

رضاء الله، شمالي وزیرستان

پروسږ د ۲۰۱۹ز کال د نومبر میاشتې پر ۲۷مه نېټه د شمالي وزیرستان په همځوڼۍ کې د ماین له یوې چاودنې پس پاکستانیو پوځیانو د سیمې لس ځوانان له ځان سره بیولي ول چې پکې یو ځوان رضاالله هم وو چې د کورنۍ په ادعا د امنیتي ځواکونو په حراست کې له تشدده مړ شوی وو. د هغه د مشکوکه وژنې خلاف بیا بیا لوی پرلتونه ووهل شول.


وروسته د شمالي وزیرستان د مرستیال کمېشنر له دفتره خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پرلتوالو او انتظامي چارواکیو ترمنځ پر څلورو نکتو خبرې په کامیابۍ سره پای ته رسېدلي دي.

لومړی: پوځ به په سیمه کې ځايي پولیسو په بدرګه کې ګشت کوي.

دوهم: تر چادونې پس به ځايي وګړي نه شکنجه کېږي، د ځايي مشرانو له سپیناوي او باور وروسته به په شک نیول شوي ځايي کسان پرېښودل کېږي.

درېم:له (۶م دیسېمبره ۲۰۱۹) به د تورو شیشو ګاډو خلاف ګام اخېستل کېږي او هېڅوک به نه پرېښودل کېږي چې د خپلو ګاډو شیشې تورې کړي.

څلورم: د رضاءالله د وژنې قضیه به پلټل کېږي او د ځايي ادارې له لارې به د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه په ورستي پرمختګ خبره ساتل کېږي.

نقیب الله مسود، کراچۍ

کراچۍ سهراب ګوټ سيمه کې د ۲۰۱۸ ز کال د جنورۍ میاشتې پر ۱۳مه نېټه د جنوبي وزيرستان مکين تحصيل يو ځوان نقيب الله مسود وژل شوی او خپلوان يې د وژنې تور پر پوليسو لګوي. خو هغه وخت پولیسو ادعا کوله چې د تحریک طالبان پاکستان یو غړی نقیب الله مسود چې اصلي نوم یې نسیم الله دی له دوی سره په مقابله کې وژل شوی دی.

د کورنۍ يو غړی نور رحمان یې تور لګاوه چې د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) اهلکار په سپينه جامه کې راغلي وو او نقیب مسود یې له دوکانه يي اوچت کړی وو.

د ۲۶ کلن نقيب مسود له ۲۰۱۰ ز کاله بیا تر ۲۰۱۸ ز کاله چې وژل کېدو په کراچۍ کې مېشت وو. د هغه د کورنۍ يو غړي مشال راډيو ته ویلي ول چې نقيب مسودد کراچۍ په سټيل مل کې مزدروي کوله او په هغو پیسو یې په سهراب ګوټ سيمه کې د جامو خپل دوکان جوړولو.

که څه هم د نقیب الله مسود د وژنې په تور د هغه وخت د کراچۍ سهراب ګوټ اېس اېس پي له خپلې دندې لیرې کړل شو خو لاهم د نقیب کورنۍ ته انصاف نه دی ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG