د کیرغیزیا یو عدالت نن[د جون پر ۲۳مه] د هیواد پخواني ولسمشر الماس بیک اتم باییف ته د ۱۱ کالو دوه میاشتو د قید سزا اورولې ده.
دا سزا نوموړي ته په ۲۰۱۳ ز کال کې په ناقانونه توګه د مجرمانو یوې ډلې د بدنام مشر عزیز باتوکایف خوشې کولو پرسر اورولې شوې.
څارنوالانو د بیرینچي مایې ضلعې عدالت ته خواست کړی و چې پخواني ولسمشر ته د ۱۵ کالو د بند سزا ورکړي.
۶۳ کلن اتم باییف له تورونه نه مني.
نوموړی د تېر کال په اګست کې تر هغې وروسته ځان پولیسو ته حواله کړ چې دوه ورځې د امنیتي ځواکونو او د هغه د پلویانو ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې.
باتوکایف چې ناڅاپه له جېله خوشی شوی و، په ۲۰۱۳ز کال کې له دغه هېواده روس ته ولاړ.