د لاسرسي ځای

تازه خبر

يو صحي کارکوونکی له ښځو د ويډيو جوړولو په تور نيول شوی


پخوانی تصویر: يو ساتونکی د ايف ايي‌اې د دفتر مخې ته څوکۍ کوي
پخوانی تصویر: يو ساتونکی د ايف ايي‌اې د دفتر مخې ته څوکۍ کوي

د پاکستان دتحقیقاتو وفاقي ادارې (ايف ايي اې) د انټرنيټي جرمونو څانګې د خېبر پښتونخوا د کرک د يو روغتون کارکونکی په عملياتخانه (اپريشن تيټر) کې د ښځينه ناروغانو ويډيو جوړولو په تور نيولی دی.

د ايف ايي‌ اې مرستيال مشر، طاهر خان د جون په ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې د انعام الله په نوم دغه کس په شخصي او سرکاري روغتونونو کې له شپږو کلونو راهیسې د انستيزیا ورکولو د ماهر په توګه کار کړی دی خو ويډيوګانې یې په يو شخصي روغتون کې جوړې کړې دي.

طاهر خان زیاته کړه: ((وايي چې له ډېر وخت راهیسې د انعام الله او د يو شخصي روغتون د مالک تعلقات خراب وو. کله چې انعام الله ته دا شک شو چې له دندې به ووييستل شي نو هغه ۵ کاله مخکې په ليبر روم کې دا ډول ويډيو ګانې جوړول پيل کړلې. درې میاشتې مخکې چې کله له دندې لرې شو نو هغه په وټس اپ دا ويډيوګانې شریکول شروع کړي او ويل به يې چې د دې شخصي روغتون مالک به شرموي او روغتون به یې بندوي. هغه له خپل ټيليفونه د روغتون مالک ته دا ويډيوګانې استولې. مالک موږ ته شکايت وکړ. موږ انعام الله د ۴۲ ويډيوګانو سره نیولی دی.))

د روغتون يا هسپتال مالک د نوم او غږ نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته ويلي چې دې کس ترې د ویډيوګانو نه خپرولو په بدل کې د پيسو مطالبه کوله او هغه ته یې ګواښونه کول. له تورن کس څخه په دې اړه نور تحقیقات روان دي.

په ځينو هسپتالونو يا روغتونونو کې د دا قسمه پېښو د مخنيوي لپاره د څارنې کمېټې موجودې دي. په پېښور کې د ليډي ريډنګ روغتون مشر ډاکټر خالد مسعود د جون په شلمه، مشال راډيو ته وويل چې دوی د مریضانو سره د ډاکټرانو په سلوک ژور نظر ساتي. ((موږ دوه کميټيانې لرو. یوه کميټې د طبي کارکوونکو د مسلکي کار معيار ګوري او بله د ناروغانو سره د روغتيايي کارکوونکو سلوک څاري. موږ په دې اړه د نه برداشت په تګلاره عمل کوو او که څوک له اصولو سرغړونه وکړي نو له دندو يې ليري کوو.))

روغتيال پال په کرک کې د صحت د برخې پر يو کارکوونکي لګېدلي تورونه د هغه شخصي مسله بولي او ټينګار کوي چې اکثره صحي کارکوونکي داسې نه دي. په پیښور کې د نرسنګ او طبي عملې د امتحانونو مشره بي بي سلطانيه وايي د مریضانو سره د روغتيا پالو ښه سلوک کول دومره مهمه موضوع ده چې په دې اړه په نصاب کې یوه برخه ځانګړې شوې ده.

هغې د جون په شلمه، مشال راډيو ته وويل: ((د طب زده کړې په دريوو برخو ولاړې وي. یو کتابي علم تر لاسه کول، بل مسلکي پوهه او دريمه لویه برخه په اخلاقي اقدارو مشتمل وي. د صحي برخې پر هر کارکوونکي لازمه وي چې د هر ناروغ سره ښه رويه وکړي.))

XS
SM
MD
LG