د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر اقتصادي ستونزو سربېره مو ښه بجټ جوړ کړی دی: تیمور جګړا


 د خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ ودانۍ
د خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ ودانۍ

پېښور- د خېبر پښتونخوا د خزانې صوبايي وزیر تیمور سلیم جګړا وايي، د کورونا وبا له کبله د ټول هېواد په څېر د خېبر پښتونخوا صوبه هم له اقتصادي ستونزې سره مخامخ ده خو بیا یې هم په راروان مالي کال کې د صوبې لپاره یوه ښه بودیجه جوړه کړې ده.

نوموړي دا خبرې د جون پر ۲۰مه د بجټ وړاندې کولو وروسته په یوه خبري غونډه کې وکړه.

تیمور سلیم جګړا تر خبري غونډه وروسته مشال راډیو ته وویل، د کورونا وبا مخنیوي لپاره د بودیجې زیاته برخه د صحت څانګې لپاره مقرر کړل شوې ده.

نوموړی وايي، راروان مالي کال به د بجټ په حساب یو مشکل مالي کال وي خو په بجټ کې یې ولس ته د ګتې رسولو هڅه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، "هېڅ نوی ټېکس مو پر ولس نه دی لګولی، د بجټ زیاته برخه مو د روغتیا لپاره مقرر کړې ده، د صحت انصاف کارډ د وړیا علاج او درملنې سهولت به د صوبې هرې کورنۍ ته رسوو او دې لپاره په بودیجه کې لس اربه روپۍ دي، او د کورونا وایرس مخنیوي لپاره ۲۴ اربه روپۍ دي، د کورونا بجټ په ګډون د روغتیا ټول بجټ ۱۴۸ اربه روپۍ دې، چې دا د صوبې په تاریخ کې د روغتیا لپاره تر تولو زیاته بودیجه ده."

په بجټ تقریر کې تیمور سلیم جګړا دا هم وویل چې د کورونا وایرس د صورتحال له کبله او د مرکز صوبې بقایه جاتو د نه میلاوېدلو له وجې په تېرو دریو میاشتو کې صوبه د ۱۶۰ اربه روپو د تاوان یا کمي سره مخ شوې ده.

نوموړي دا هم ویلي دي چې د دغه مالي زیان د پوره کولو لپاره یې د صوبې سرکاري او ترقیاتي اخراجاتو کې کمی راوستی دی.

ده زیاته کړه چې "په تېر مالي کال کې تر ۳۱۸ اربه روپو پورې ترقیاتي اخراجات وو خو سږ کال د پرمختګ په برخه کې تر ۲۰۰ اربو دا راکم شوی دی او هم دا راز دوی نور سرکاري اخراجاتو کې تر ۴۰ اربه روپو پورې کمی راوستلی، او دا شان په دغه مشکل قابو وموندل شو."

تیمور سلیم جګړا وايي، دا کال به د ۲۰زرو نورو استادانو د بهرتی کولو عمل سرته ورسي او د صحت په څانګه کې به لس زره نور نوي کسان نوکران کړل شي او د قبايلي ضلعو په ګډون په نورو محکمو کې به ۱۵ زره نور کسان نوکران کېږي.

د جون پر ۱۹مه چې کله د صوبايي اسمبلۍ په غونډه کې بجټ وړاندې کېدی نو په ګڼ شمېر د سکولونو استادانو او نورو سرکاري ملازمینو د اسمبلۍ بهر احتجاج کاوی او دوی په تنخاګانو کې د زیاتوالي غوښتنه کوله.

په دې مهال د سرکاري تعمیراتي محکمو د ملازمینو د ټولنې مشر عبد الستار هوتي مشال راډیو ته وویل چې دا د پاکستان په تاریخ کې لومړی حکومت دی چې په تنخاګانو او پنشن کې یې هېڅ اضاف ونه کړه.

نوموړی وايي، د ګرانۍ په حساب تنخواګانو کې سل فیصده اضافه پکار وه او که اقتصادي ستونزه وه نو بیا هم د ګرانۍ په حساب موږ تر ۵۰ فیصده په حساب کې د تنخواګانو زیاتولو غوښتنه کوو.

د خیبر پښتونخوا تر صوبايي حکومت وړاندې مرکزي حکومت هم د سرکاري ملازمانو په تنخواګانو کې اضافه نه وه کړې او وزیر اعظم عمران خان ویلي وو چې د اقتصادي ستونزو له کبله د هغه حکومت د سرکاري خرچو کمولو پر پالیسۍ روان دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG