د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت راتلونکي بجټ کې کاروبارونو ته پام کوي


په کراچۍ کې د ټولبند پر مهال د دیاړۍ دوو مزدورانو د بندو دکانونو ورونو ته ډډه وهلې. ۲۰۲۰، ۱۴ اپرېل

د خیبر پښتونخوا چارواکي وايي، د راتلونکي مالي کال بودیجې په برخه کې یو شمېر ننګونې لري چې پکې د کورونا ناروغي او اقتصاد هم شامل دي.

د خیبر پښتونخوا د کاري او فرهنګي چارو صوبايي وزیر شوکت یوسفزي د جون پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې دوی په راتلونکي بودیجه کې د کورونا وایرس وبا ختمولو، اقتصاد، تجارت، صحت او تعلیم معیار ښه کولو ته زیات پام کړی دی:

"دا وخت تر ټولو لوی ننګونه کورونا [وایرس وبا] ده نو باید موږ د صحت محکمه ښه کړو. تجارتي سرګرمیانې هم بحالوو. سیاحت هم زموږ لپاره چیلېنج دی او د هغې لپاره مو پیسې هم مختص کړي دي."

شوکت یوسفزی وايي چې په راتلونکي بودیجه کې اقتصاد او تجارت ښه کولو لپاره یې هم پیسې ایښې دي خو په خیبر پښتونخوا کې تاجران له مودې راهیسې د ټېکسونو زیاتېدو او کاروبارونو ته د زیان رسېدو شکایتونه کوي او له حکومته غواړي چې باید په راتلونکې بودیجه کې د دوی ستونزو ته پام وشي.

د پاکستان افغانستان د سوداګرۍ ګډو خونو مشر زاهد الله شینواري وايي، د کورونا وایرس وبا له کبله کاروبارونو ته ډېر زیان رسېدلی دی نو باید حکومت راتلونکی بجټ داسې جوړ کړې چې له لارې یې د تاجرانو تاوانونه پوره شي.

د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ خونې یا چېمبر اف کامرس پخوانی مشر فېض محمد وايي، په راتلونکې بودیجه کې باید پر کاروبارونو زیات ټېکسونه و نه لګول شي.

د خیبر پښتونخوا حکومت تېر کال لپاره د ۹۰۰ اربو روپو بودیجه وړاندې کړې وه او ټاکل شوې چې د جون پر ۱۹مه به د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ز مالي کال لپاره بودیجه وړاندې کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG