د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان نړیوال پروازونه په عارضي توګه پرانېزي


د پي ای اې الوتکه پر اسلام اباد هوايي ډګر د کوزېدو په حال کې. ۲۰۰۷، ۱۰م سېپټمبر
د پي ای اې الوتکه پر اسلام اباد هوايي ډګر د کوزېدو په حال کې. ۲۰۰۷، ۱۰م سېپټمبر

د پاکستان وزير اعظم عمران خان وايي، د جون له ۲۱مې نړيوال پروازونه لپاره به هوايي حريم په عارضي توګه پرانېزي.

وزير اعظم عمران خان د جون پر ۲۰مه پر ټويټر پاڼه ليکلي چې د کورونا وايرس وبا له کبله په بهر هېوادونو کې مېشت پاکستانيان تر ټولو زيات اغيزمن شوي خو دوی حوصله پر ځای ساتلې.

هغه زياته کړې چې حکومت به د دوی واپسي لپاره هر ممکن ګامونه پورته کوي.

د پاکستان حکومت له بهرنيو هېوادونو پروازونو لپاره د جون پر ۱۷مه نوي پاليسي اعلان کړې وه چې ترمخه يې په يوه مياشت کې به تر دوه لکه کسان بېرته خپل هېواد ته راستانه کړي.

د پاکستان هوايي چلند ادارې د مارچ پر ۲۵مه د کورونا وايرس وبا له کبله د ملک دننه او بهر پروازونه په عارضي توګه بند کړي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG