د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو پکتیکا کې ۱۷ طالبان وژلي


د جګړې په ډګر کې د طالبانو موټرسایکلونه د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي
د جګړې په ډګر کې د طالبانو موټرسایکلونه د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي

د پکتیکا امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت د سروزې ولسوالۍ د نیولو په هدف د طالبانو برید یې پر شا تمبولی دی.

د پکتیکا امنیه قومندان نثار احمد عبدالرحیمزي نن خبریالانو ته وویل، د طالبانو د دغه ډله ییز برید په ځواب کې له هوایي ځواکه هم کار اخیستل شوی.

نوموړی زیاتوي بېګا شپه په یوه نیمه بجه د سروزې ولسوالۍ په اړوند پوستو ډله ییزه حمله ترسره شوې چې د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې تر ۱۷ زیات وسله وال وژل شوي او تر ۱۵ پورې ټپیان شوي دی.

عبدالرحمیزي رسنیو ته هغه موټر سایکلونه او مهمات هم وښودل چې د ده په ټکو له طالبانو نه د جګړې په ډګر کې پاته دي.

د ده په وینا وسله والو تر برید مخکې سیمې ته په غځیدلې لاره کې ماینونه ځای پر ځای کړي وو، خو د افغان ځواکونو لخوا شنډ شوي او سیمه يې له ماینونو پاکه کړې ده.

طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG