د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د کویډ ۱۹ ټېسټونو ځنډنۍ نتیجې نورو خلکو ته خطر پېښوي'


په خېبر پښتونخوا کې د صحت کارکونکو ته د روزنې پروګرام
په خېبر پښتونخوا کې د صحت کارکونکو ته د روزنې پروګرام

د کوز دیر د تالاش سیمې یو ځایي خبریال عبدالله مدني نږدې یوه اونۍ یې د کورونا وایرس په اړه د خپل ټېسټ نتیجې ته انتظار وکړ او نتیجه یې مثبته راغله.

د جمعې په ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې نوموړي وویل چې د جون په لومړۍ نېټه د کړي ټېسټ نتیجه یې د جون پر اوومه نېټه د شپې ناوخته راغله. دی وايي، په ځنډ سره د تېسټ نتیجې له راتلو سره مسله دا ده که یو تن ته کورونا وایرس شوی وی نو د یوې اونۍ په موده کې خو یې هغه ګنو نورو کسانو ته لګولی شي نو بیا د قرنطین او یا احتیاط څه ګټه ده؟

عبدالله مدني وویل، په ټول ملاکنډ ډیوېژن کې د کورونا وایرس د ټسټ دوه ليباټرۍ دي یو د سیدو شریف په سرکاري ټیچنګ روغتون کې ده او بله هم په سوات کې یوه شخصي لیبارټري ده. خو نوموړي دا هم وویل د سېدو شریف د دغه روغتون لېبارټرۍ زیاتره عمله هم کورونا وایرس وهلي دي.

د سیدو شریف د سرکاري روغتون ویاند ډاکټر محمد خان مشال راډیو ته وویل چې د دوی لېبارټري اوس د ورځې زیات ټسټونه کوي.

نوموړی وايي،"موږ اوس کوشش کوو چې هم په دغه ورځ نتیجه ورکړو، څونه چې زیات ټسټونه کوو نو هغو هومره زیاتې مثبتې پېښې مخې ته راځي. پخوا به د ټسټونو نتیجو درې څلور ورځې اخیستې خو اوس یې زر کوو."

ډاکټر محمد خان دا هم وویل چې په سرکاري لېبارټرۍ کې دا ټېسټونه وړیا کېږي خو په شخصي لېبارټریو کې تر اووه زرو پورې روپۍ د یوه ټسټ په سر اخېستل کېږي.

بلخوا د خیبر پښتونخوا د صحت ډایریکټرېټ مرستیاله مشره ډاکټر شاهین اپرېدۍ د جون پر ۱۹مه نېټه مشال راډیو ته وویل په ټوله صوبه کې دا وخت اته سرکاري لېبارټریانو کې د ورځې په حساب د کورونا وایرس تر دوو زرو پورې ټېسټونه کېږي او له دې علاوه په سوات، اېبټ اباد، مردان او پېښور کې ځینې شخصي لېبارټرۍ هم د کورونا په اړه ټېسټونه کوي.

نوموړی وايي، "زموږ کوښښ دا وي چې خلکو ته د ۲۴ ساعتونو تر ۳۶ ساعتونو پورې د ټسټونو نتیجې ورکړو، خو کله کله پکې تاخیر وشي، اوس هم په یوه لېبارټرۍ کې د څه وجې نه وقفه راغلې وه خو موږ بیا د هغې بندوبست وکړ، اوټسټونه مو بحال کړل، د وړوکي اختر نه پس یو دم مریضان زیات شول نو دا خبره صحیح ده چې په دغو ورځو کې د زیات بوج له عمله د ټسټونو په نتیجو ورکولو کې زیاتې ورځې ولګېدای خو اوس کوښښ کو چې ژر نتیجې ورکړو."

د پېښور په خیبر ټیچنګ روغتون کې د تېرې مې په میاشت کې د صحت نړیوالې ادارې په مرسته په لېباټرۍ کې د کورونا وایرس د ټسټونو یو نوي مشین هم کار پېل کړل چې له دغې سره د چارواکو په خبره د ورځې په حساب تر سلو پورې د ټسټونو نتیجې په دوو ساعتو کې راتللی شي.

بلخوا د پاکستان د صحت محکمې د سرکاري وېب پاڼې ترمخه په د جون په اتلسمه نېټه په ټول هېواد کې د کورونا ایرس ۲۸،۸۲۴ ټسټونه شوي وو، چې پکې په دغه ورځ د ۴،۹۴۴ کسانو نتیجې مثبتې راغلي دي. او د خیبر پښتونخوا د صحت سرکاري محکمې د وېب پاڼې ترمخه د جون پر ۱۸ مه نېټه په ټوله صوبه کې د کورونا وایرس د ناروغانو شمېره ۲۰،۱۸۲ ته رسېدلې ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG