د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: خبریال فخرالدین سید له کورونا وایرسه ومړ


فخرالدین سید
فخرالدین سید

خبریال فخرالدین سید د مې پر ۲۷مه په حیات اباد میډیکل کمپلېس روغتون کې د کورونا وایرس له کبله وفات شو د هغه عمر ۴۶ کاله وو.

نوموړي له ۹۲ نیوز سره خبریال وو او له تېرو شاوخوا دوو لسیزو راهیسې په پېښور کې د بېلا بېلو اخبارونو او ټي وي ګانو سره کار کوو خو شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې ورته د سختې تبې او سینې ناروغي پیل شوی وو چې د هغې وروسته په حیات اباد میډیکل روغتون کې ټېسټ له او کتنې ته ویړل شو چېرته چې د کورونا ټېسټ مثبت راتلو وروسته په بیړنۍ خونه کې تر درملنې لاندې وو.

د حیات اباد میډیکل روغتون ایچ ایم سي ویاندې توحید ذوالفقار مشال راډیو وویل، خبریال فخرالدين له تېرو دوه اوونۍ راهیسې په روغتون کې داخل وو چې په روانه اونۍ کې صحت زیات خراب شو، او د مې پر ۲۷مه شپه یې ساه ورکړه.

فخرالدین سید نن د مې پر ۲۸مه سهار ۱۱ بجې په پېښور ګل بهار سمیه کې له کور سره نېږدې د جنازې وروسته خاورو ته وسپارل شو.

دا چې کورونا وبا کې د ډیوټي په وخت خپلو کارکوونکو ته د ځان خوندي ساتلو لپاره سامان او هدایات ورکول کېږي او کنه نو هم د ۹۲ نیوز په پېښور کې مشر ممتاز بنګش وویل، چې ټولو خبریالانو ته مو سینټایزرز او ماسکونو دستانې هم ورکړی دي او دا هم ټولو ته هدایات وو او دی چې داسې ځای ته یا کس لخوا نه ورځي چې یا پکې د کورونا مثبت وي او یا شکمن وي.

د پېښور پرېس کلب جنرل سېکرېټري عمران یوسفزی وايي چې تر دې دمه ۱۳خبریالانو په پېښور کې کورونا وایرس وهلي او حکومت چې کوم ژمنه له دوی سره د مرستو کړې دي نو د دوی به هڅه وي د فخرالدین سید کورنۍ نه علاوه نورو ناروغو خبریالانو له هم ترې ترلاسه کړي.

په پېښور کې خبریال شمیم شاهد وايي چې پاکستان او بیا په خیبر پښتونخوا کې د رسنو لخوا خپلو کار کوونکو ته تش په وینا د احتیاط وویل کېږي خو عملي دوی ته هېڅ د ژغورنې سامان نه ورکړل کېږي.

د فخرالدین سید د کار په اړه د ۹۲ نیوز مشر ممتاز بنګش وايي، "د بېلا بېلو اخبارونو او بیا ټي وي ګانو سره ډېر په ښه انداز او سختو حالاتو کې کار کړی وو چې پکې ډاڼ ټي وي، اج ټي وي او یوشمېر نورو رسنۍ پکې هم شامل وو، یو ډېر ښه او خوږ انسان وو."

په پاکستان کې د مې تر ۲۸مې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۶۱،۲۲۷ ته رسېدلی دی.

بلخوا له دې وايرسه ټولټال ۱۲،۶۰ کسان مړه شوي چې تر ټولو زيات يې په خيبر پښتونخوا کې دي.

بلخوا په دې هېواد کې له کورونا وايرسه څه باندې ۱۹۱۴۲ زره زیات کسان ترې پاخه شوي دي.

د پاکستان د روغتیا د محکمې تر مخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې د کورونا ۲،۰۷۶ نوی کېسونه مخې ته راغلي دي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

تر دې دمه په نړۍ کې شاوخوا ۵۸ لکه زیات په دې وايرس اخته شوي چې تر درې لکه ۵۷ زره کسان ترې زيات ورڅخه مړه شوي او څه باندې ۲۵ لکه ترې پاخه شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG