د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران دې م م خپلې اټومي بټۍ ته پرېږدي


د ایران اټومي بټۍ یوه برخه.
د ایران اټومي بټۍ یوه برخه.

د ملګرو ملتونو اټومي پروګرام څارنې ادارې مشر په ایران ټینګار کړی چې د دوی څارونکو ته دې د خپلو اټومي تنصیباتو کتلو اجازه ورکړي.

د (آي اې اي اې) مشر ماریانو ګروسي د جون پر ۱۵مه په ویانا کې خبریالانو ته وویل چې څه د پاسه له څلورو میاشتو راهیسې ایران د دوی څارونکو ته د دوو اټومي تنصیباتو د څارنې اجازت ورکولو نه انکار کوي.

نوموړي وویل چې نږدې یو کال وشو تهران د (ای اې اي اې) هغه پوښتنې نه ځوابوي چې پکې د ایران لخوا اټومي هلو ځلو او هغو موادو معلومات غوښتل شوي چې تهران یادې ادارې ته نه دي په ډاګه کړي.

ګروسي زیاتوي چې له ایراني چارواکو یې د فوري تعاون کولو غوښتنه کړې ده.

خو ایران وايي، د ملګرو ملتونو اټومي پروګرام د څار اداره دغو دوو تنصیباتو د کتلو قانوني حق نه لري.

د دې دوو تنصیباتو ترڅنګ د یو بل اټومي مرکز په اړه فکر کېږي چې پکې تهران له نړیوالو سره د ۲۰۱۵ز کال د اټومي تړون نه وړاندې کار پیل کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG