د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې چاودنې یو تن وژلی او درې یې ټپي کړي‌


د بمي چاودنې پخوانی عکس
د بمي چاودنې پخوانی عکس

د افغانستان د ننګرهار ولایت چارواکي وایي د جون پر ۱۴مه سهار شاوخوا اته نیمې بجې د ننګرهار ګمرګ ته څېرمه د ولسي وګړو په موټر د سرک د غاړې ماین چاودنه کړې چې له امله یې یو تن وژل شوی او درې نور یې ټپیا کړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي چې ټپیان پر وخت روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.

د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG