د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د نړۍ په يوشمېر ښارونو کې د تورپوستو د حقونو لپاره مظاهرې کېږي


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

نن [د جون پر ۱۳مه] په پاریس کې چارواکو، د تور پوستو په حق کې د مظاهرو پر تاوتریخوالي د بدلېدو له وېرې، د ريستورانونو، دوکانونو او د ځینو لارو د بندولو امر کړی دی.

په پاریس کې دا مظاهرې، د کورونا وبا له وجې د هغه بندیز باوجود ترسره کېږي چې له ۱۰ زیات کسانو ته د یو ځای جمع کېدو اجازه نه شته.

د پلازمېنې پاریس تر څنګ، د فرانسې په مارسیلي، لیون او ځینو نورو ښارونو کې هم نن مظاهرې کېږي.

د جون پر ۱۳مه په لندن کې هم د مظاهرو د مخنیوي په موخه پولیسو سخت امنیتي تدابیر نیولي دي. په لندن کې د تورپوستو ژوند هم ارزښت لري تر شعار لاندې مظاهرې په پام کې دي.

د توکم پالنې او د پولیسو لخوا د تشدد خلاف مظاهرې نن د چیک جمهوریت په مرکز پراګ، د تایوان په مرکز ټایپي او د اسټرالیا په ګڼو ښارونو کې هم ترتیب شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG