د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس حق نه لري چې د چا پر مرۍ ګونډه کېږدي: ټرمپ


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ.

د امریکا ولسمشر وايي، په عمومي حالاتو کې پولیسو ته نه دي پکار چې د چا پر مرۍ ګونډه یا څنګل کېږدي او سا یې ورته بنده کړي.

ډونالډ ټرمپ، د جون پر ۱۲مه فاکس نیوز ته په مرکه کې وویل، هغه پخپله د پولیسو د دې کار طرفداره نه دی خو په ځینو استثنايي وختونو کې چې پولیس یوازې وي او له چا سره په جنګ وي نو بیا کېدای شي هغوی دا ګام پورته کړي.

د نوموړي دا څرګندونې له هغه وروسته مخې ته راغلي چې د مې پر ۲۵مه د امریکا په میناپولیس ښار کې د جارج فلویډ په نوم یو تورپوستي هغه مهال سا ورکړه چې د پولیسو یو مامور یې په څټ ورته تر څو دقیقو پورې ګونډه اېښې وه.

دې کار په امریکا او نړۍ کې کې د تورپوستو په حق کې مظاهرې راوپارولې.

اوس د ټرمپ انتظامیه د یو داسې اجراییه فرمان په تیارولو بوخت دي چې پولیس له خلکو سره مسلکي چلند ته وهڅوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG