د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د خپلو ځواکونو په اېستلو جرمني خبره کړه


د جرمني په یوه پوځي اډه کې امریکايي پوځیان
د جرمني په یوه پوځي اډه کې امریکايي پوځیان

د جرمني حکومت وایي، له دغه هیواده په ممکنه توګه د امریکايي ځواکونو د یوې برخې د ویستلو په اړه يې رسمي خبرداری ترلاسه کړ ده.

د جرمني حکومت دا اعلان وړاندې په میډیا کې راپورونه خپاره شوي وو چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په جرمني کې د میشتو نیزدې ۳۴۵۰۰ امریکايي ځواکونو څخه د ۱۵۰۰۰ ځواکونو د راویستلو حکم ورکړی.

سپینې ماڼۍ په دغه راپورونو د تبصرې ډډه کړې وه.

خو د چانسلری انګیلا میرکل ویاندې د جون پر ۱۰مه په برلین کې خبریالانو ته وویل چې په رسمي توګه ورته ویل شوي، چې د ولسمشر ټرمپ انتظامیه په جرمني کې د امریکايي ځواکونو شمېر پر راټیټولو غور کوي، البته په دغه اړه حتمي پرېکړه لا نه ده شوې.

د امریکا کانګرس ځینو غړیو خبرداری ورکړی که چیرې دا پلان عملي شي نو د امریکا قامي سلامتیا ته به زیان ورسوي او په اروپا کې به د روسیې حیثیت پیاوړی کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG