د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پر طالبانو هوايي بریدونه کړي


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

د امریکا پوځ وايي چې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د تېرې میاشتې اوربند پس یې د دغه ډلې خلاف خپل لومړي هوايي بریدونه کړي دي.

د پوځ ویاند کرنل سوني لیګیټ وویل چې د جون پر څلورمه او پنځمه په دوه جلا ولایتونو کې دغه هوايي حملې شوې دي.

طالبانو د وړوکي اختر په موقع له افغان ځواکونو سره درې ورځنی اوربند اعلان کړ چې د مې پر ۲۶مه پای ته ورسېد.

تر هغې وروسته په افغانستان کې د تاوتریخوالي په پېښو کې کمی راغلی دی.

کابل وايي، له وسله والې ډلې سره د اوږدې مودې راهیسې د ځنډ ښکار د سولې مذاکرات پیلولو ته تیار دی.

امریکا او طالبانو د فبرروۍ پر ۲۹مه د سولې موافقه لاسلیک کړه چې له مخه یې د طالبانو د امنیتي ژمنو په بدل کې به امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي.

لیګیټ پر خپله ټویټر پاڼه وویل چې امریکايي ځواکونو په فراه او کندهار کې پر هغو طالب وسله والو هوایي بریدونه کړي‌ چې د افغان پوځ پر پوستو یې د منظمو بریدونو پلان لرلو. د پوځ ویاند په فراه کې د وسله والو شمېر ۲۵ ښودلی.

طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG