د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د امریکا بحري ځواک پخوانی سرتېری خوشې کړ


 مایکل وایټ
مایکل وایټ

د امریکا د بحري ځواک یو سرتېری مایکل وایټ د ایران له زندانه تر خوشي کېدو وروسته خپل هیواد ته روان شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جون پر څلورمه پر ټویټر لیکلي چې مایکل وایټ له ایرانه وتلی دی او امریکا ته پر لاره دی او ډېر ژر به له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي.

ایراني چارواکو دا امریکايي سرتېری د ۲۰۱۸م کال په جولای میاشت کې بندي کړی وو.

پر ده تور وو چې د ایران ستر مشر ایت ‌الله علي خامنايي ته ‌یي سپکاوی کړی دی او په ایران کې په ۱۳ کاله بند محکوم شوی.

خو په مارچ میاشت کې د کورونا وایرس له کبله په لنډ مهاله توګه خوشی شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG