د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا حکومت د سېلګرۍ ځایونه بیا پرانیزي


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

د خېبر پښتونخوا سېلګرۍ محکمې چارواکي وايي، ډېر ژر به د سېلګرۍ صنعت بیا پرانستل شي او د دې لپاره د کورونا وایرس مخنیوي پر احتیاطي تدابیرو کار پېل کړی دی.

د جون پر درېیمه نېټه د خېبر پښتونخوا د سېلګرۍ محکمې ډایریکټر جنرل غلام سعید له مشال راډیو سره په مرکه کې وویل، ډېر ژر به په دې اړه یوه حکومتي اعلامیه جاري کوي خو تر څو چې دغه اعلامیه نه وي خپره شوي نو تر هغې دې سېلګري سېل ځایونو ته له تلو ډډه وکړي:

"سېلګرۍ د خېبر پښتونخوا په معیشت کې ډېر مهیم کردار لوبوي او موږ ته له حکومت لخوا امر شوی وو چې تاسو د کورونا وايرس د خپرېدلو مخنیوي په احتیاطي تدابیرو کار وکړي، نو موږ په دغه اړه نن لومړۍ غونډه رابللې وه او د هوټلونو اتحادیو مشران مو هم دغه غونډې ته رابللې وو، په راروانو دوه یا دریو ورځو کې به زموږ سېلګري ملګري او د سېل له ځایونو سره په معاشي توګه تړلي خلک ډېر ښه خبر واوري، د سېل ځایونه موږ د احتیاطي تدابیرو د عملي کولو په شرط بیا پرانیزو.''

شمالي او جنوبي وزیرستان ته سېلانیان ورمات شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:14 0:00

د سېلګرۍ محکمې چارواکو په وینا له تېرو دریو میاشتو راهیسې د خېبر پښتونخوا په ملاکنډ او هزاره ډویژن کې د سېل ځایونو د بندیز له کبله د ۱۱ اربه روپو اقتصادي تاوان شوی دی.

د دغه تاوان په اړه د سوات هوټلونو ټولنې مشر ذاهد خان مشال راډیو ته وویل،د ټولبند له کبله دوی اربونو روپو له تاوانونو سره مخامخ دي:

"نو د سپرلي او مارچ هغه وختونه هم زموږ خطا شو، بیا د روژې میاشت تېرولو لپاره سوات ته ډېر خلک راځي او د هوټلونو کوټیاو کورونه په کرایه اخلي نو هغه میاشت کې هم ټولبند وو، بیا په وړوکي اختر کې سوات ته په زرګونو او په لکونو خلک راځي، نو هغه هم سوات ته د راتګ منع کړل شو، یو نیم ارب روپۍ خو یوازې زموږ د تشو هوټلونو په ساتنه کې ډوبي شولې او په مجموعي توګه خو ټول سوات ته د اربونو روپو له تاوان سره مخ دی."

د سېلګرو لخوا د فطرت ښکلاګانو نندارو ته په ورتګ د بندیز ختمولو فېصلې ستاینه شوې ده.

د فخرالدین په نوم یو تن چې په تېر شوي اختر کي یې د دیر کمراټ سیمې ته د تګ هڅه کړې وه خو د نیمايي لارې بېرته راستون شوی وو په دې اړه مشال راډیو ته وايي، که په خپلو شخصي ګاړو کې څوک د سېل ځایونو ته ځي نو په احتیاطي تدابیرو عمل کول اسان دي او د سېلګرۍ د ځایونو پرانستلو وروسته د هوټلونو مالکانو ته هم پکار ده چې له نورو سیمو راغلي خلکو باندې د احتیاطي تدابیرو ټینګار وکړي.

د سېلګرۍ صنعت د بیا پرانستلو پرېکړه په داسې محال شوې ده چې په هېواد کې د کورونا وایرس د ناروغانو او د کورونا وایرس د مړو شمېره مخ په زیاتېدو دی او د جون په درېیمه د خپور شوی حکومتي راپور ترمخه په ټول هېواد کې په وروستیو ۲۴ساعتونو کې تر څلورو زرو زیات کسان کرونا وایرس وهلي دي او د جون درېیمې نېټې پورې په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې ۸۶ کسان د کورونا ناروغۍ مړه شوي دي.

خو د سېلګرۍ د محکمې مشر غلام سعید وايي، د کورونا وایرس د خپرېدلو د مخنیوي لپاره دوی د سېل کولو په ځایونو کي په احتیاطي تدابیرو کار پیل کړې او انتظامیه به په هغه احتیاطي تدابیرو عمل یقیني کوي.

یاده دې وي چې د جون پر لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې د وزیر اعظم عمران خان په مشری د قامي همکارۍ د کمیټۍ په غونډه کې له ټولو صوبو سره تر مشاورت وروسته د سېلګرۍ صنعت د بیا پرانستلو پلان منظور شوی وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG