د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: جومات کې چاودنې دیني عالم مولوي نیازی وواژه


مولوي محمد ایاز نیازی
مولوي محمد ایاز نیازی

د افغانستان د سرښار کابل په وزیر اکبر خان جومات کې بمي چاودنې د دغه جومات خطیب مولوي محمد ایاز نیازي وژلی دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې پېښه تېر ماښام شاوخوا اووه نيمي بجې هلته له مخکې پټ کړل شوي بم له چاودېدو رامنځ ته شوه.

د وزارت وياند طارق ارين وايي چې په چاودنه کې د مولوي نيازي په ګډون دوه کسان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

د افغان ولسمشر دفتر پرون ناوخته په يوه اعلاميه کې ويلي چې پر جوماتونو، تکایاوو، روغتونونو، ولسي وګړو او عامو ودانيو ترهګر بریدونو کول بشري ضد جنایت دی.

وسله والو طالبانو په دغه چاودنه کې لاس لرل رد کړي او تر اوسه کومې بلې وسله والې ډلې هم د دغه بريد مسوليت نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG