د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قامي اسمبلۍ غړی منیر خان اورکزی ومړ


منیر خان اورکزی
منیر خان اورکزی

د قامي اسمبلي غړې حاجي منير خان اورکزې د کورمې په مندورايو کې د نهې په ورځ مړ شوی دی. د هغه ویاند محمد عرفان د جون پر دویمه سهار مشال راډیو ته وویل چې هغه په مندوريو کې په خپل کور کې بېګا په خوب کې ومړ.

د عرفان په وینا، د ټل سرکاري روغتون ډاکټرانو ورته ویلي چې منیر خان اورکزی د زړه له دورې مړ شوی دی.

دی وايي، منیر اورکزی په دوشنبه د خپلې لور کره تللی وو او هلته یې شپه وه چې په خوب کې د زړه دوره پر وراغلې ده.

حاجي منير خان اورکزي تر دې مخکې د پارلماني غونډې پر وخت هم د وينې لوړ فشار له کبله سخت خراب شوی وو چې وروسته يې بيا په بیړه روغتون رسولو.

نوموړی دوې اونۍ وړاندې کورونا وايرس هم وهلی وو خو بیا ترې پوخ شوی وو.

۷۰ کلن حاجي منير خان اورکزی د خپلو سیاسي هلوځلو له کبله د وسله والو ډلو تر بریدونو چې پکې یوه بمي چاودنه هم وه راغلی خو روغ ترې وتی وو.

د ((کورمې ګلونه)) لوبډلې له مشر سره مرکه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:26 0:00

د کورمې ولس هغه درې ځله د قامې اسمبلۍ لپاره خپل استازی ټاکلی وو او په دا ورستي ځل په ۲۰۱۸ ز کال کې هغه د جميعت اسلام علمای اسلام په ټيکټ د تحريک انصاف حاجي سيد جمال ته شکست ورکړی وو.

نوموړي به نن [د جون پر دوهمه] په خپله پلرنۍ ادېره کې خاورو ته سپارل کېږي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG