د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پارلېمان غړی منیر خان اورکزی له بریده روغ وتلی


پېښور - له کورمې څخه د قامي اسمبلۍ غړی حاجي منیر خان اورکزی له وسله وال بریده روغ وتلی دی.

د نوموړي سېکرټر عرفان خان د جون پر اوومه ماخوستن مهال مشال راډيو ته وویل چې اورکزی په اوچت سیمه کې ماښام مهال د سیمې د یوه اوسېدونکي د ښځې فاتحې ته ورغلی وو چې وسله وال ورغلل او هلته یې پر هغه ډزې وکړې.

د ده په خبره، په ډزو کې مرګ ژوبله نه ده شوې او اورکزی له سیمې څخه تللی.

انتظامي چارواکي وايي د وسله والو په لټه کې دي.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

تحریک طالبان پاکستان په ۲۰۱۳ز کال کې د منیر خان اورکزي پر انتخاباتي جلسه ځانمرګی برید کړی وو چې پکې تر ۲۰ زیات کسان وژل شوي ول.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG